شعـــــرونه

غزل: ذهين رڼاخېل

ذهین رڼاخیل

له ځانه تښتمه خو ځان راپسي منډي وهي
خپله انسان یمه انسان راپسي منډي وهي

ما په ژوندوني په خپل قد تابوت جوړ کړی راته
ګناه مي نشته مرګ ناځوان راپسي منډي وهي

خوب مي لیدلی چي هغه چي یې رټلمه زه
په اوږو بار یمه جانان راپسي منډي وهي

زه د لمدو خټو تپلی شړیدلی وجود
وچ شوی نه یم چي باران راپسي منډي وهي

ذهینه! یم به د ریښتیاوو لیونی به یمه
چي په کوڅو کي ماشومان راپسي منډي وهي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x