افغانستان

اربكيانو يو جومات په ماينونو والوځاوه او څلور تنه طالبان يې شهيدا كړل

arbkyn12له اندړو ولسوالۍ څخه نن ټکی اسيا ته رارسيدلي راپورونه وايي چې د دغې ولسوالۍ په عليجان كلي كې، اربكيانو يو جومات كې د انفجاري موادو د ځاى پر ځاى كولو په واسطه څلور طالبان شهيدان كړل.

د سيمې يو تن د نوم ښودلو په شرط چاودنه نن ټکي اسيا ته وويل چې د جومات تاوخانه د اربكيان له لورې ماين كاري شوي وه، كله چې د شپې ناوخته د طالبانو يوه څلور كسېزه ډله جومات ته ننوته، له ننوتو سره سم درنه چاودنه وشوه، چې څلور واړه طالبان پكې شهيدان او د جومات د ودانۍ هم زياته برخه تخريب شوه.

خو يو شمېر رسنيو د دغې پېښې په پوره تحريف سره داسې راپورونه خپاره كړل چې ګواكې د طالبانو خپل چاوديدونكې مواد په جومات كې چاوديدلي دي، او يو زيات شمېر طالبان پكې وژل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې په عليجان كلي كې تېر كال يو څو اربكيان راپورته شوي و، چې وروسته د طالبانو په عملياتو كې زيات شمېر ووژل شول، خو څو تنه يې په تيښته خلاص شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x