د وسلوال برید وروسته د عائض القرني ټپونه په رغېدو دي

دکتور عائض القرني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): تېره ورځ مشهور سعودي عالم او داعي دکتور «عائض القرني» د فلپین په زامبوانګا ښار کې تر وسلوال برید لاندې راغی، چې په ترڅ کې یې نوموړی په لاس ټپي شو.

خو نوموړي ته نږدې سرچینې وايي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ او مخ په رغېدو دی.

د عائض القرني اوښي او سعودي عالم «عوض القرني» الجزیرې تلویزون ته ویلي چې نوموړی په ورغوي زخمي شوی او روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ نه دی.

همدا راز په فلپین کې د سعودي عربستان سفیر «عبد الله البصیري» وايي چې له عائض القرني سره يې د تلیفون په مټ خبرې کړي او نوموړي د خپل روغتیايي حالت ډاډ ورکړی.

عائض القرني فلپین ته د یوې اسلامي موسسې په بلنه ورغلی و، تېره ورځ د دې هیواد په زامبوانګا ښار کې وروسته له هغه تر وسلوال برید لاندې راغی چې د یو دیني لکچر له وړاندې کولو څخه تازه راوتلی او په موټر کې سپور و.

په دې برید کې په فلپین کې د سعودي سفارت دیني اتشه «ترکي الصایغ» هم په پښه ټپونه خوړلي.

د فلپین امنیتي ځواکونه وايي چې یو بریدګر یې وژلی او دوه نور یې ژوندي نیولي. د ځايي پولیسو ویانده «هیلن ګالفر» زیاتوي چې عائض القرني دا مهال په روغتون کې دی او ټپونه یې ژور نه دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د برید تر شا د چا لاس و، خو د عائض القرني اوښي او دیني عالم «عوض القرني» په باور، ښايي برید د هغو کړیو کار وي چې له دې وړاندې يې په سیمه کې د سعودي عربستان ډيپلوماتان په نښه کړي دي.

د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد دغه برید غندلی. د دې اتحاد عمومي منشي «علي القره داعي» لخوا په خپاره شوي بیان کې پر ښاغلي القرني برید «تروریستي برید» بلل شوی.

نوموړي همدا راز د فلپین په حکومت غږ کړی چې په روغتون کې د عائض القرني امنیت ته ټینګه پاملرنه وکړي او د پیښې په اړه څېړنې ګړندۍ کړي او عاملین یې محکمې ته راکش کړي.

عائض القرني د نړۍ په کچه د مشهور کتاب «لا تحزن» لیکوال دی.

پر نوموړي د برید ویډیو په لاندې کړکۍ کې لیدلی شئ.