
بدخشان: د بهارک ولسوالۍ په جګړه کې ۳۲ اربکیانو او ۵ طالبانو ته مرګ-ژوبله اوښتي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): نن سهار وختي شاوخوا ۶ بجې طالبانو د بدخشان ولایت پر بهارک ولسوالۍ بریدونه پيل کړل، بریدونه چې وروسته په دوامداره جګړه واوښتل دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبرونه ورکړل سوي دي.
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن د جګړې پخلی کوي خو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه وایې.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سخيداد حیدري رسنیو ته وویل چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر سنګرونو سهار وختي بریدونه پيل کړي، نوموړۍ وایې چې طالبان د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ څخه اکمالیږي او په بهارک ولسوالۍ کې جګړه پر مخ وړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بهارک ولسوالۍ په ننۍ جګړه کې یې ۱۷ تنه اربکیان وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي، نوموړۍ وایې چې په دې جګړه کې ۲ طالبان وژل سوي او ۳ نور ټپيان دي.
مجاهد زیاتوي چې جګړه د بهارک ولسوالۍ د شرکت او یردار پله په سیمه کې د اربکیانو پر مرکزونو سوي.
د یادوني وړ ده چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د طالبانو په کنترول کې ده او دهغه ځای څخه د بهارک ولسوالۍ جګړه پر مخ بیایې او اکمالات یې کوي.