
د پولیس په ډزو د واده د ورا موټر چلونکی وژل شوی
نن ټکی آسیا: د جوزجان په ولایت کي د یوې امنیتي پوستې پولیسو د واده د ورا پر موټر ډزي کړي چي له کبله یې موټر چلونکی وژل شوی.
د جوزجان امنیه قومندان عبد المنان رؤوفي رسنیو ته ویلي چي پيښه تیر ماښام د شبرغان او سرپل پر لاره د کمر بند په سیمه کي هغه وخت را منځته شول، کله چي موټر چلونکي امنیتي پوستې ته موټر د امر سره سم نه ودراوه، چي له کبله یې پولیس پر موټر ډزي وکړي او موټر چلونکی یی وواژه.
د سیمي یو تن اوسیدونکی وايي چي په جوزجان ولایت کي ورځ په ورځ امنیتي ستونزي ډیریزي، او پر امنیتي پوستو باندي ګمارل شوي پولیس خپله غلاوي کوی، او په زوره د خلګو څخه رشوت او حق العبور اخلي.
نومړي نن ټکی آسیا ته وویل چي د افغانستان د اکثرو ولایتونو په څیر په جوزجان ولایت کي هم د ماښام وروسته خلګ زړه نه ښه کوي، چي سفر وکړي، یا موټر له کوره بیرون راوباسي ځکه چي په دغه وخت کي پولیس، اربکیان او نور د غلو وسلوالي منظمي ډلي چي د پولیسو او جګ پوړو چارواکو تر سایې لاندي کار کوي، په دغه وخت کي غلاوي کوي، او د خلګو څخه په زور پیسی او نور قیمتي شیان اخلي.
د خلګو د احتجاج وروسته چارواکو ډزي کونکی پولیس نیولی او ویلي چي تحقیقات یی ورسره پيل کړي دي.