police.with.wall

روزګان: طالبانو په دهراود ولسوالۍ کې هم پرمختګ پيل کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): وروسته تر هغه چې طالبانو په چهارچینو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو څخه د خارخوردې، سراب او یخدان پراخي سیمي ونیولي اوس یې ددې ولسوالۍ په څنګ کې د دهراود په مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ کې پرمختګ پیل کړی.

طالبانو په لومړي ګام کې تېره شپه د چهارچینو او دهراود ولسوالۍ تر منځ مهمه او لویه لار د امنیتي ځواکونو څخه په خپل کنترول کې واخیستل، ددغي لاري پر سر د امنیتي ځواکونو یو مرکز او یوه پوسته د طالبانو له لوري نیول سوي او ۷ تنه پولیس پکښي وژل سوي دي.

تر جګړې وروسته امنیتي ځواکونه د سیمي څخه پر شا سوي دي.

د سیمي څخه امنیتي سرچینو رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دلته د پولیسو او ملي اردو نوري پوستې هم د طالبانو تر محاصرې لاندي دي، که چېري د ولایت مرکز پر وخت ورته پاملره و نه کړي نو ډیر ژر به د طالبانو په لاس سقوط سي.

په چهارچینو او دهراود ولسوالیو کې طالبانو پر امنیتي ځواکونو د محاصرې کړۍ راتنګي کړي او اوس یوازي د چهارچینو ولسوالۍ مرکز د امنیتي ځواکونو په واک کې دی.

همدارنګه د دهراود ولسوالۍ د مرکز او نژدې سیمو څخه پرته نوري ټولي پراخه سیمي د طالبانو په کنترول کې دي، ځایې خلک ویره ښه یې چې د پسرلي د موسم په راتګ سره به د ولسوالیو مرکزونه د طالبانو لاسو ته ولویږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د