نړۍ

د خليجي همکارۍ سازمان حزب الله ډله ترهګره ونوموله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): د خليجي همکارۍ سازمان شپږو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د لبنان حزب الله شيعه وسله‌واله ډله ترهګره ده او د خليجي همکارۍ سازمان هېوادونو کې يې پر هر ډول فعاليتونو بنديز لګولی دی.

د خليجي همکارۍ سازمان سرمنشي وايي، چې د ايران په مرسته شيعه وسله واله ډله خليجي هېوادونو کې مداخلې کوي او له دغو هېوادونو ځوانان د جګړو ليکو ته لېږي.

خليجي همکارۍ سارمان کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويت، بحرين، عمان او قطر شامل دي.

خليجي همکارۍ سازمان دا پرېکړه د وروستيو پېښو په اړه کړې او موخه يې دا ده، چې سيمه او په ځانګړې توګه لبنان کې د حزب الله د فعاليت مخنيوي وکړي.

حزب الله ايران پلوې ډله د وسله وال مقاومت ترڅنګ د عربي نړۍ په سياست کې هم قوي فعاليت لري او سوريه کې د بشارالاسد ملاتړ لپاره جنګيږي.

دوه اوونۍ وړاندې سعودي عربستان پر لبنان د درې ميليارده ډالرو مرسته بنده کړه او لامل يې دا ښوولی و، چې د سعودي او تهران تاوتريخوالي پر مهال يې همکاري نه ده کړې.

څه موده وړاندې سعودي عربستان يو شيعه ملا نمر باقر النمر د بغاوت په تور اعدام کړ، چې له امله يې ايران کې مظاهرينو د سعودي سفارت او قونسلګرۍ ته اور ورته کړ.

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرين د خپلو هېوادونو اتباعو ته امر کړی، چې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

له دې وړاندې د اروپايي هېوادونو اتحاديې هم د حزب الله نظامي برخه ترهګره اعلان کړې وه.

د خليجي همکارۍ سازمان سرمنشي عبداللطيف الزياني ويلي، چې حزب الله په عربي هېوادونو کې د واکمن نظامونو پر ضد فعاليتونو کې برخه لري.

عبداللطيف الزياني پر حزب الله تور لګوي، چې له عربي هېوادونو ځوانان د جګړو ليکو ته بيايي، د وسلو او بارودو په قاچاق کې لاس لري، او د دغو هېوادونو اتباع هڅوي، چې د نظامونو پر ضد بغاوت وکړي.

د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله عراق او سوريه کې د چاودنو او تاوتريخوالي پړه پر سعودي عربستان اچوي او د سعودي په مشرۍ پر ايتلاف تور لګوي، چې يمن کې د نظامي عملياتو او بمبارۍ په ترڅ کې حوثي قبايل وژني.

د خليجي همکارۍ سازمان له اعلان وروسته لبنان کې د سعودي پلوي سني سياستوال سعد حريري هم د حزب الله پر ضد څرګندونې کړي، سوريې، يمن او عراق کې يې د حزب الله فعاليتونه ترهګري بللې او ترڅنګ يې دا هم وايي، چې هېواد کې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره به حزب الله سره د مذاکراتو لړۍ روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x