افغانستان

امريکا افغانستان ته زر نور عسکر رالېږي

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې افغانستان ته زر نور عسکر رالېږي.

آرمي ټايمز امريکايي ورځپاڼې د پنټاګون چارواکو له قوله ليکلي، چې د ټيکاساس ايالت هوډ اډې څخه زر امريکايي پوځيان افغانستان ته د جګړې او افغان امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره لېږي.

د هوډ نظامي اډې لوړپوړی افسر جنرال جون تامسن وايي، چې دغه زر امريکايي پوځيان ښه روزل شوي او په هر ډول وسايلو سمبال افغانستان ته لېږل کيږي.

د پنټاګون چارواکو په وينا د اټکل له مخې به دغه زر امريکايي پوځيان د نهو مياشتو لپاره افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ترسره کوي، مګر وروستۍ پرېکړه به د افغانستان امنيتي حالت ته په کتو کيږي.

د پنټاګون چارواکو په وينا ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان به د روان کال ترپايه افغانستان کې پاتې وي او د راتلونکي کال جنوري پورې به د دغو پوځيانو شمېر ۵،۵۰۰ ته راټيټ شي، مګر وروستۍ پرېکړه به بيا هم د ځمکنيو حقايقو په ليدو کيږي.

تېره ورځ جنرال جون نيکلس افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو د مشر قوماندان په توګه دنده پيل کړه او له ده وړاندې، چې جنرال جون کمبل اتلس مياشتې افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان و، له افغانستانه ولاړ.

جنرال جون کمبل د خپل پوځي ماموريت پر مهال ويلي و، چې د ده ماموريت تر پايه به افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي، مګر تېره ورځ جنرال کمبل په داسې له افغانستانه ولاړ، چې د ده پر ځای د افغانستان جګړې لپاره نوی قوماندان راغی او تېره شپه ناوخته يې اعلان وکړ، چې افغانستان ته به زر نور سرتيري رالېږي.

جنرال کمبل آرمي ټايمز امريکايي ورځپاڼې ته ويلي، چې د افغانستان حالات ستونزمن دي، جګړه د حل لاره نه ده، امريکا او نړيواله ټولنه بايد طالبانو سره مذاکرات وکړي.

جنرال کمبل ګواښ کړی، که طالبانو سره مذاکرات ونه شي، جګړه به ډېره پراخه شي او بيا به يې سمبالول ناشوني وي.

د جنرال نيکلسن د نوې دندې په اړه جنرال کمبل وويل، چې نوموړی بايد د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي او کړنلاره په خپله وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

څومره به ښه وی که د امریکا وحشت او جهالت په سوله او انسانیت بدل شوی وی ، دا کومه لویه خبره ده چه د دوی د سوپرپاوری د نوم ساتنی د پاره دی په ټوله نړی کی د وینو سیلابونه روان وی ، خلک دی وژل کیږی ماشومان دی یتمیان کیږی ، ښخی دی کوڼدی او په ټوله نړی دی د بی هیلیو او بی اسری کیدلو توره بړستن پرته وی. د دهشتګری په بهانه دی دهشتګری کوی ، او دی ته دی ملی د ملی انترست نوم ورکوی د امریکاملت دغه انترسټ نه غواړی دا د ماسونیستو یهودانو… نور لوستل »

عبدالله

هسې د ځان او نورو غلول دي په ۱۵۰۰۰۰ څه وکړل چې په دې باندې به يې وکړي ….
کاشکي له تير څخه عبرت وای .. دا خو د دوښمنانو او طاغوتيانو قبرستان دی بل څه نه دي .

شبیراحمد عثماني

دا چې له یوې خوا امریکا دسولې دخبرو په پروسه کې ځان دریمګړي بولي او له بلې خوا دطالبانو په وړاندې دجګړې ډګر ته پوځیان رالیږي ډیر ضد او نقیض کار دی. دوی ډیر شرمیدلی سیاست لري دوی مني چې راتلونکی کال به جګړه ډیره پراخه شي او بیا به یې کابو کول ناشوني وي، دوی وایي چې دطالبانو سره باید سوله وشي خو جګړې ته نور عسکر هم رالیږي. افغانان باید پوه شي چې امریکا کله هم دافغانانو په خیر کار نکوي دخپلو شومو اهداف لپاره هرکار کولو ته چمتو ده په دوی یې پروا نشته چې افغانان وژل… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x