امنیتي ځواکونه ولي د ملي اُردو له لیکو تښتي ؟!

لیکوال: عبدالرحیم ثاقب
وال سټريټ ژونال ورځپاڼې په خپل وروستي رپوټ کې ليکلي، چې په ۲۰۱۵م کې ۳۶۰۰۰ پوځیان د ملي اردو له ليکوڅخه تښتېدلي دي، هغه ملي اردو چې نړیوالې ټولنې یې په تجهیز او روزنه باندې ۲۸ ميليارده امريکايي ډالر مصرف کړی دی.
ورځپانې د افغان ملي ارود له لیکو څخه د یادو پوځیانو د تیښتې لامل د افغان امنیتي چارواکو اداري کمزورتیا ، مالي فساد او د وسله والو طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالی ښودلی دی .
د ورځپاڼې په حواله یواځي په تیره جنوري کې تر ۲۰۰ زیات افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
نړیوالې ټولنې په تیرو ۱۵ کلونو کې د افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو په روزلو باندې په لسګونه میلیارده ډالره لګولو سر بیره هغوی د وخت په تر ټولو پرمختللیو وسلو مجهز کړ.
د خپلو تبلیغاتي وسائلو له لارې یې هغوی ته د مورال ورکولو او د هغوی د فعال ښودلو په غرض ډیر تبلیغات وکړل ، خو وروستۍ پایله يي دا شوه چې اوس خپله هغوی د افغان پوځیانو په کمزوري او نه اهلیت اعتراف کوي.
د افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو ستره نیمګړتیا په هغوي کې د عقیدوي انګیزې او محاربوي مورال نه شتون دی ؛ ځکه هغوی له مقابل لوري سره د هیواد پالنې او یا له خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر نه ؛ بلکې یواځې د ډیرو محدودو مادي امتیازاتو ترلاسه کولو په خاطر جنګیږي، او کله چې کوم پوځي د محاربې په ډګر کې مړ یا ژوبل کیږي بیا د خپلو آمرينو لخوا ورباندې هماغه محدود مادي امتیازات هم قطع کیږي.
ډیر وخت خو داسې هم پیښیږي چې افغان پوځیان د بهرنیو ځواکونو لخوا په بیرحمۍ سره بمبار او وژل کیږي او یا هم په ډیرفضیحت سره بندیانیږي چې په تیره اونۍ کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالې کې د امریکایانو لخوا د دغې ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان څارمن محمد نبي او د هغه اړوند د لسګونو امنیتي ځواکونو د نيولو پیښه د بیلګې په توګه یادولای شو.
افغان امنیتي ځواکونو ته چې کله له پوځي روزنې څخه د فراغت په مهال د هیواد له حریم څخه د دفاع په غرض عسکري حلف ورکول کیږي هغوی په همدې حلف په بشپړه توګه بي باوره وي ؛ ځکه هغوی عملا ویني چې د هیواد ځمکه او فضاء يي د بهرنیانو لخوا اشغال او حتی په هیواد کې ډیر داسې ځایونه شته دي چې همدا افغان ځواکونه هلته نه د ورتلو اجازه لري او نه هم د دې کار جرأت کولای شي.
دا او دیته ورته نور ډیرعوامل دي چې افغان ځواکونه مجبوروي چې د ملي اردو له لیکو څخه فرار ته پر قرار ترجیح ورکړي او یا کله ناکله د خپلو وسلو ججوري د خپلو مربیانو ( بهرنیو روزونکو) په ککریو باندې تش کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د