fbpx

«امريکا افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې جګړه کې پاتې راغلې»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکا د شتون پر مهال د نشه‌يي توکو کرکيله په بې ساری توګه زياته شوې او د امريکا بهرنيو چارو وزارت منلې، چې هېواد کې د نشه‌يي توکو ضد جګړه کې پاتې راغلي دي.

د نشه‌يي توکو د مخنيوي نړيوالې ادارې په خپل راپور کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته ويلي، چې د امريکايانو په شتون کې د مخده موادو تجارت او کرکيله ډېره شوې او امريکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې جګړه بايللې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت پر مخالفينو تور لګوي، چې د خپلو جګړو د غښتلي کولو په موخه د مخدره توکو سودارګري کوي او خلک د کوکنارو کرلو ته هڅوي او له دې لارې خپل عوايد پوره کوي، مګر نړيوالې ادارې د امريکايي چارواکو د ادعا برعکس امريکايان او افغان چارواکي د نشه‌يي توکو د تجارت او کرکيلې مسوولين بولي

د «سيګار» مشر جان سوپکو هم د نشه‌يي توکو په اړه په خپل راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله له تاريخي پلوه بې ساري ده.

د جان سوپکو له دفتره په خپره شوې، اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د نشه‌يي توکو د مخنيوي لپاره۷،۶ ميليارده ډالر ولګول، مګر د مخدره موادو کښت او تجارت د پخوا په پرتله بيخي زيات شوی دی.

جان سوپکو زياتوي، چې امريکا د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د ميليونونو ډالرو په مټ هڅه وکړه، چې د مخدره موادو د کښت او سوادګرۍ مخه ونيسي، مګر دا هڅې ټولې بې ځايه وې.

اعلاميه کې راغلي، چې دولتي چارواکو څو څو ځله اعلان کړی، چې ځينو سيمو کې يې د کوکنارو پټي ويجاړ کړي، مګر د پلټنو پر مهال د چارواکو خبرې درواغ ثابتې شوي دي.

اعلاميه زياتوي، چې د افيومو د ډېر والې له امله په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده، چې ډېری واليان، وزيران او نور لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي د نشه يي توکو په لېږد کې ښکېل بلل شوي او ډېری چارواکي د خپلو نږدې دوستانو او خپلوانو په واسطه د نشه يي توکو د قاچاق سوداګري کوي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي، چې افغانستان کې د پخوا په پرتله د مخدره موادو کښت او قاچاق پنځوس سلنه زيات شوی او ډېری دولتي چارواکي په دغو کړنو کې مستقيم او غير مستقيم ښکېل بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پخواني لوړپوړي چارواکي معين رووف روسي راديو تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د امریکایانو له یرغل وړاندې هم په افغانستان کې کوکنار کرل کېدل؛ خو د وخت د حاکم، ملا محمد عمر مجاهد په فرمان سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکیله بنده شوه.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په خپل راپور کې وايي، چې افغانستان لا هم د نړۍ ۹۰سلنه تریاک تولیدوي.

په ۱۳۹۴ کال کې، د افغانستان په تاریخ کې د مخدره موادو د قاچاق له مخې «بې سارې» و. دا هر څه داسې مهال کېږي، چې امریکایان ادعا لري چې افغانستان کې يې د مخدره موادو د محوې لپاره ۶،۷ زره میلیونه ډالر لګولي دي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

هیواد کی د نشه توکو تولید ، او د هغو په نورو ډولونو بدلول ، او دهغو موادو دننه ترویجول ، روږدول ، او د هغو خپلو او د نړی نورو هیوادو ته قاچاق کول ټول د همدغه یرغلګرو او اشغالګرو په واسطه تر سره شول او تر سره کیږی ، دننه زمونږ په هیواد کی زمونږ د نفوس په هرو سلو کسانو کی دیارلس کسان به نشه توکو روږد شوی چه شمیر یی کم وزیات څلور میلونو ته رسیږی ، زمونږ هیواد کی زمونږ دخلکو د روږدولو د پاره یی هغه تر عادی خوراکی توکو هم ارزانه کړی چه… نور لوستل »