نظــر

دکابل په زړه کې د پروني برید پیغامونه!

پرون د جمعې په ورځ قضا ماسپښین د کابل په زړه کې د څو سرښندونکو له خوا داسې برید تر سره شو چې په دې لنډ وخت کې یې ساری نه دی لیدل شوی، نوموړی برید له څو اړخونو نه د پام وړ دی:

لومړی: د برید ځای او موقعیت

 په دې ټول پوهېږي چې کابل چې د هېواد پلازمېینه ده، د هېواد تر بل هر ځای نه یې امنیتي تدابیر ټینګ، غښتلي او دقیق دي، او باید چې وي؛ ځکه چې پلازمېینه د هېواد زړه دی، او بیا دغه برید د زړه په کومه څنډه کې نه بلکې د زړه په منځ کې او هغه هم د بهرنیو د هستوګنې په حساسه او مهمه نقطه کې ښيي چې طالبان د خپلو اهدافو په ټاکلو کې څومره دقیق، ماهر، پیاوړي او برلاسي دي!

دوهم: د برید کیفیت او څرنګوالی

  نوموړی برید نه کوم ځای پر ځای شوی بم، او نه هم د ریمود کنترول په مټ برابر کړل شوي چاودېدونکي توکي وو، بلکې یو سرښندونکی اتلوال برید و، او هغه هم د یو کس له خوا نه، چې د سر په قربانولو سره یې کیسه سړه شوې وای، بلکې د یوې سرښندونکې ډلې له خوا تر سره شو، چې په حقیقت کې د لومړي کس قربانۍ د نورو لپاره د لارې مشال وګرځېده!

  دا که کوم ځای پر ځای شوی بم او یا چاودېدونکي توکي وای دومره مهمه به نه وه، مګر دغه لاس په لستوڼي کیسه او هغه هم د یوې ډلې له خوا هغه څه دي چې له یوې خوا د برید کوونکو زړورتیا او د جنګي تکتیک مهارت را بر سیره کوي، له بل پلوه د ناټویانو او کابل ادارې دامنیتي او کشفي ارګانونو کمزوري، ناتواني او بې پروايي هم په ډاګه کوي، په داسې حال کې چې په عام ډول څه باندې څلويښت هېوادونه د هېواد د امنیت د خوندي کولو لپاره لګیا دي، په ځانګړي ډول د پلازمېینې امنیت، ځکه چې همدا ددوی د سر پناه لپاره تر ټولو زیات مهم او مصون ځای کڼل کېږي، مګر بیا هم نه دي توانېدلي او نه به وتوانېږي نو د نورو ځایونو به څه حال وي؟

دریم: د برید وخت

  د برید لپاره داسې وخت او ورځ غوره کړل شوي وو چې د ولسي او عامو خلکو دمرګ ژوبلې په اړه یې کوم د پام وړ څه نه درلودل، کېدای شي علت یې دا وي چې له یوې خوا دغه ځای کې د میشتو مهمو بهرنیانو د ساتنې له کبله له ځانګړو امنیتي تدابیرو نه برخمن و،  او بل لوري ته د جمعې په ورځ عام خلک حکومتي ځایونو ته نه ځي، او بیا په دې وخت کې زیاتره خلک بازارونو ته او یا د چکر لپاره بهر ته وزي، یوازې بهرنیان چې ټوله شپه یې ستړې تېره کړې وي، په دغه ورځ  او دغه وخت کې یو څه آرام کولو ته زړه ښه کوي.

  په دې توګه نوموړی برید د مناسب ځای او وخت په نظر کې نیولو سره د ملکي تلفاتو په نه لرلو او مقابل لوري ته د درانه ځاني تاوان په اړولو سره هم د پام وړ دی.  

څلورم: د مقاومت وخت

  تر ټولو مهم دا چې نوموړو سرښندونکو د مقابل لوري په اعتراف وکولای شي تر اوو ساعتونو پورې له خپل دښمن سره په خورا بهادرۍ وجنګېږي، په دې معنی چې برید کوونکو له ځان سره دومره وسله او مهمات درلودل چې ویې کولی شول تر اوو ساعتونو پورې تر غوږو په هر رنګه پرمختللیو وسلو سمبال، او په هر رنګه نظامي روحیه او طریقه روزل شویو ځواکونو سره په خورا بې پروایۍ ډغرې ووهي!

  یقینا چې د دا رنګه ټینګې ارادې، لوړ عزم، پاخه ایمان او له تصور نه لوړې زړورتیا خاوندان باید وستایل شي، او هر څوک د خپل سپېڅلي هدف په لاره کې سر ښندل له دا رنګه خلکو نه زده کړي.  

  ددغه ټولو اړخونو په نظر کې نیولو سره په لنډو ټکو کې ویل کېدای شي چې نوموړي برید که له یوې خوا یرغلګرو ته دا پیغام ور کړ چې تاسو پرته له دې چې د افغان غیرتي ولس له خاورې خپلې ناولې پښې سپکې کړئ، او یوازې په همدې حالت کې به ستاسو او ستاسو د ولسونو خیر وي، بله لار نه لرئ.

بل لوري ته یې په یرغلګرو پورې زړه تړونکو ته په ډاګه کړه چې تاسو هم که هر څو په پرمختللیو وسلو سمبال شئ، د تکړه او ځیرکو استاذانو له خوا وروزل شئ، د غربي نړۍ پرمختللي جنګي تکتیکونه زده کړئ تر هغه پورې نه ځان ساتلی شئ او نه هم نور تر څو چې مو لومړی خپل ایماني او وجداني مسولیت ته پام نه وي کړی او بیا مو د خپل مجاهد او مسلمان ولس ارادې ته غاړه نه وي ایښې.

   ددې تر څنګ یې افغان غیرتي اومجاهد ولس ته په دا پیغام ور کړ چې ستاسو دښمنان به په هېڅ حالت او هېڅ وخت کې آرام ته نه پرېږدو، ستاسي ريښتیني بچي به ستاسو د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ساتنه او ژغورنه د خپلو وینو او دخپلو بدنونو د ټوکړو په بیه په هر حال کې کوي، ځکه خو باید تاسو نور هم د خپلو مجاهدو بچیانو تر شا ټينګ ودرېږئ، حوصلې یې نورې هم لوړې کړئ تر څو په ګډه سره زبون وهلی دښمن له خپل ټاټوبي څخه وتلو ته اړه کړو.

 تر ټولو مهمه دا چې په داسې حساس ځای او مهم وخت کې د دارنګه برید چارې برابرول او برید تر سره کول په یوازې سر نه کېدای شي او نه کېدونکې دي، دا هر څه له الهي ځانګړي نصرت نه وروسته د ګران ولس د هر اړخېزې او ټینګې مرستې ښکارندویي کوي، او په ډاګه کوي چې که د سیمې او دځایي خلکو خواخوږي او مرسته نه وي د اسبابو په نړۍ کې د دارنګه اتلوال برید تر سره کول ناشوني بريښي.

  نوموړی او د هېواد په نورو برخو کې نور بریدونه چې د خالد بن الولید رضی الله عنه تر نامه لاندې تر سره کېږي ښيي چې طالبان د شور پر ځای زور ته ترجیح ور کوي، دوی خپل دښمن په خبرو دومره نه ګواښي لکه څومره یې چې په عمل باندې ګواښي، او دا هغه څه دي چې د نړۍ په کچه یې دوی ته یو ډول هیبت ور په برخه کړی.

  که څه هم چې ناټو او ملګرو یې خپل ځاني زیان خورا کم وتللو، مګر ټول پوهېږي چې آیا د کابل په زړه کې د دومره مهم اومشخص هدف په نښه کولو، او په پوره او بشپړ ډول هدف ته رسېدلو، او هلته ځای پر ځای کېدلو، او بیا د اوو ساعتونو وسلوال مقاومت په ترڅ کې به دوه کسان وژل کېږي؟ دا په داسې حال کې چې د مجاهدینو ددقیقو معلوماتو له مخې ددښمن ۴۴ کسان وژل شوي او ۹ نور يې ټپیان شوي.

 که هسې جدلا فرض شي چې د بهرنیانو لوري ته په دغه برید کې د پېشو پزه هم نه ده وینې شوې! نوغلیمګیه! په دې کې څه وايي چې: څلور په وسلو سمبال سرښندونکي ستا سینه څيري او پکې ننوزي! زړه دې په لاس کې نیسي! او تر اوو ساعتونو پورې دې له پرمختللیو ټانګو او طیارو سره ډغرې وهي؟!

 ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x