افغانستان

د څرخي پله بندیان د چارواکو له ناوړه چلند کړېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): د کابل د څرخي پله زندان بندیان وايي چې د زندان مسولین ورسره ناوړه چلند کوي او په رنګارنګ پلمو یې وهي او شکنجه کوي.

د یاد زندان په دریم بلاک کې یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي چې دغه بلاک ته د نوي قومندان په راتګ سره د بندیانو په وړاندې ستونزې او شکنجې زیاتې شوي دي.

د بلاک نوی ګومارل شوی قومندان «ډګروال نجم الدین» چې د لوګر ولایت اوسیدونکی دی، بندیانو ته د درس او تدریس اجازه نه ورکوي او په ډول ډول بهانو یې تعذیبوي.

د سرچینې په وینا، نوموړی قومندان په قصدي او عمدي توګه د ډوډۍ خوړلو پر مهال په بندیانو چاپې وهي، مدرسین بندیان ازاروي، منقل، آب ګرمي او د پخلي اړین توکي ترې ضبطوي.

سرچینه زیاتوي چې د بلاک قومندان په مختلفو بهانو بندیان ورغواړي، وهي او د انفرادي بند (کوټه قلفي) په واسطه شکنجه کوي.

د څرخي پله زندان مسوولینو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم د دې زندان په شمول د هېواد په ګڼو زندانونو کې له بندیانو سره د ظالمانه چلند له امله شکایتونه او اعتصابونه شوي دي.

تېر کال د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې په یوه راپور کې منلې وه چې د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو په زور او شکنجې اقرار اخېستل کیږي چې د بشري حقونو مخالف عمل دی.

یاده دې وي چې د څرخي پله زندان په ګډون په بګرام زندان کې هم ډېری بې جرمه عام وګړي زندانیان دي، چې ځینو يې د شکنجو له امله دماغي توازن له لاسه ورکړی. د تېر کال په جنوري میاشت کې په څرخي پله زندان کې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي بندي «حافظ عبد الروف» د زندان د مسوولینو لخوا تر سختو وهلو، تعذیب او شکنجو لاندې ساه ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x