افغانستان

پاکستان د افغان کډوالو د کارټونو موده غځوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): اسلام اباد کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې دغه هېواد کې به د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د دوو کلونو لپاره غځيږي.

ښاغلي زاخېلوال ويلي، چې په دې اړه يې د پاکستان د سرحدونو او مهاجرينو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ سره خبرې کړي او هغه ډاډ ورکړی، چې حکومت به پارلمان ته د افغان کډوالو د اوسېدو او کارټونو د مودې غځولو قضيه وړاندې کړي او دوی هيله من دي، چې پارلمان به د حکومت دغه وړانديز ومني.

د تېر ۲۰۱۵م ترپايه پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده پای ته ورسېده، مګر د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان د لومړي وزير نواز شريف په ځانګړي امر دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده شپږ مياشتې نوره هم وغځوله او اعلان يې وکړ، چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه پاکستان، افغانستان او ملګري ملتونه په شريکه کوي.

د افغانستان سفير د سرحدونو او کډوالو چارو د وزير له قوله وايي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موضع به راتلونکو لنډو ورځو کې د وزيرانو شورا ته وړاندې شي او هيله يې څرګنده کړې، چې دا مسئله به د يوې مياشتې په ترڅ کې حل شي.

د رسمي احصاييو له مخې يونيم ميليون راجستر افغانان په پاکستان کې اوسېږي او د دوی ترڅنګ يو ميليون ناقانونه افغان کډوال هم دلته ژوند کوي.

ښاغلي زاخېلوال دا هم ويلي، چې د ناقانونه افغان کډوالو د اوسېدو په اړه يې هم پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او د دوی موضوع به هم ډېر ژر حل و فصل شي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم ټينګار کړی، چې پاکستان بايد افغان کډوالو ته د دوو کالو لپاره د اوسېدو نور وخت هم ورکړي.

پاکستاني مېشتي په ځانګړې توګه د خيبرپښتونخوا ايالت اوسېدونکي افغان کډوال شکايت کوي، چې پاکستاني پوليس يې تنګوي او وخت پر وخت ترې پيسې اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x