ټولنیزه برخه

ځوانو لیکوالانو ته یوه مشوره

حامد افغان

له سندرو سره یې سخته مینه لرله خو غږ یې ډېر بېخونده و، یوه ورځ یوه مشهور سندرمار ته ورغی، ورته ویې ویل: زما سندرې واوره او ویې ارزوه. هغه ورته غوږ شو، او ګوتې غوږو ته کړې، مشر سندرغاړي ورته وویل: غږ مو لیږ ورو کړه، هغه ورو کړ، هغه بیا ورته وویل: غږ مو ښه ورو کړه، اخیر یې ورته وویل: غږ مو دومره ورو کړه چې څوک یې نه اوري او هغه همداسې وکړل، مشر سندربول ورته وویل: په دې طریقه مو سندري ډېري ښکلې او خوندوري دي او په همدې طریقه سندرې وایه.

ښایسته اواز الهي ورکړه ده، او په تمرین او تحربه سره ښایسته کیږي او برابریږي، اصلا خو هغه یو خام شی دی، د ځینو دا خامه ماده ډېره کمزورې وي او بیخي له تجربو او تمرینونو سره هم د هغوی اواز نه سمیږی لکه د دې کیسې واله. نو هغوی ته مشرانو نصیحت ګټور دی. او د ځيني نورو اواز بیا په اکتساب سره د خلکو د خوښې وړ او ډېر جالب وګرځي.

په کم توپیر سره لیکوالي هم داسې وبولئ، لیکوالي هم د خامي مادې په توګه هر څوک یې لري، هر څوک که زده کړه او یو څه پوهه ولري کولی شي یو څه ولیکي، او دا خامه ماده هر څوک لري، خو دا چې د هر چا لیکوالي به ګټوره وي او کنه او د هر چا لیکنې به خلک لولي او کنه، دلته باید لیږ تم شو، ښکاره خبره ده چې هر څوک نشي لیکوال کیدلی لکه هرڅوک چې ویناوال نشي جوړیلی .

لیکوالي اصلا یوه موهبه او الهي ورکړه ده، او لیکوالي یو ذوق او لیوالتیا ده، دا الهي ورکړه په تمرینونو، تجربو او زده کړو سره وده کوي او ګټوره ګرځي خو د ذوق او لیوالتیا لوری یې باید پیاوړی وي، موږ وینو چې د ادبیاتو او ژورنالیزم فارغانو کې خورا کمزوري لیکوالان پیدا کیږي خو بل لورته بیا داسې خلک ستر لیکوالان او مشهور ادیبان ګرځیدلي دي چې هیڅ ادبیات او آن هیڅ اساسي زده کړې یې نه یې کړې،

ځوان لیکوالان باید خپلې لیکنې استادانو او مشرانو لیکوالانو ته وښيي او هغوی باید پرته له مجاملې او لکه څنګه چې د ځوان استعداد وي له هغه سره سمه مشوره ورکړي، لوړه کیسه یې د ځوان لیکوال او د هغه د استاد یا مشوره ورکوونکي له پاره ښه نمونه ده، ځوانان لیکوال باید په خپل سر لګیا ونه اوسي حتما دې خپلې لیکنې له استادانو او تجربه لرونکو لیکوالانو سره شریکي کړي او هغوی هم باید په رښتیا د هغه استعداد ارزیابي کړي. که یې لیکنه د کار معلومیدله باید حوصله ورکړي او ښې لارښوونې ورته وکړي او کنه باید په ډاګه ورته ووايي چې ستاسو لیکنې دومره او دا نیمګړتیاوي لري.

متاسفانه زموږ ټولنه کې لکه څومره چې بېځایه غندنې او تهمتونه شته همدومره بېځایه ستاینې، مجاملې او باټونې شته، او دې کار د ټولنیزو اړیکو رسنیو سره لا وده کړې ده، په دروغو د یوه بل ستاینه، بېځایه یوه بل ته حوصله ورکول، بیخي عام شوي دي. يو څوک چې مشوره غواړي هغه ته باید پر حقیقت ولاړه مشوره ورکړل شي، لکه حدیث کې راغلي له چا نه چې مشوره وغوښتل شي هغه باید امانتداری وي. عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم المستشار مؤتمن. رواه ابن ماجه. یعني مشوره ورکوونکی باید له مشوره غوښتونکي سره خیانت ونه کړي هغه باید امین وي، مشوره کوونکي ته باید د هغه مصلحت ښکاره او له شر او فساده یې وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

حامد افعان صیب خبری دی دیری خی کری خو چی دادسندر مار کیسه دی پکی دمثال لپاره نه وای راوری، زکه سندری ویل یو ناروا عمل دی، روا لیکل ورسره نه مقایسه کیگی، اسلامی تاریخ او ادب دداسی کیسو سخه -چی په تجربه او کوشش سره یو شای خایسته او خه کیگی – دک دی، باید بله مناسبه او دپند نه دکه کیسه یی په زای راورل شوای وای، ماته ستا دشان سره داسی کوسه دبی کیسی مناسبی نه خکاری، امید دی چی خاطر دروند نه کری، زما هره نیوکه ستا په زینو لیکنو دعربی دهغی مقولی په اساس وی… نور لوستل »

حامدافغان

مننه کوم محترم حنیف صاحب ستاسو په مطلب پوه شوم
او دا کیسه یو تمثیل دی چې موخه یې د مخاطب او لوستوال ښه پوهول دي،
کمثل الحمار یحمل اسفارا
کمل الکلب ان تحمل علیه یلهث

حامدافغان

او که مو فکر وي ما سندرمار، سندربول او سندرغاړی په ښه نیت نه دې کارولې 🙂

زبيح اللّه

سلام ورور زه څنګه کوالي شم چي خپلي ليکني دلته وليکم۔ او يو ډير ښايسته حقيقت دلته څرګند کو ځکه چي د طالبانو خلاف زه ډير زيات وم طالبانو سره مي شخصي ليدلي نول او بل د چي زمونږ ديني مطالعه ډير کمه ده بس حقيقت مو نه ليدل او صرف په ويلو باندي مو يقين کو۔ هر وخت به مو ټي وي او يا په فيسبوک کي څو کسانو ليکني کتلي بل دا چي طالبان کابل ته راغلل نو هر سه راته ښکاره څرګند شول۔ مونږ د طالبانو اسلامي او ملي پاک نيت ته په کتو خپل ځان باندي… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x