نظــر

په کابل کې پرون دپوکاڼیو نمایش وو که دمیني ژوپ ؟

وایي دافغانستان او ایران په پوله  چې د قاچاق یوه مهمه سیمه بلل کیږي ، یوه قاچاقبر به روزانه  یو یا ډير بارکړي  خره ترپوله اړول ، کله به چې دپولې ساتونکو او دتلاشۍ ځای ته ورسید، دقاچاق دمخنیوي پولیسو به ډیر ټینګ تلاشي کړ، او دخرو بارونه به یې هم په ځانګړو آلاتو ولټول ، ترڅو کوم شی قاچاق نه کړي ، خو له هرڅومره تلاش سره سره به یې له عادي غیرضروري کالیو پرته هیڅ هم ورسره ونه موندل نو ځکه به یې هره ورځ دتګ اجازه ورکوله ، ددې قاچاقبر دا کار ډیره موده روان  وو ، او دقاچاق دمخنیوي کسان یې هم حیران کړي وو ، مګر هغوی په دې خبر نه وو ، چې دغه سړی په بارونو کې بل څه نه ، بلکې خپله دخرو قاچاق کوي ، خو په داسې ډول چې په اسانه  سړی پرې نه پوهیږي .

نن سبا چې په افغانستان کې دلویدیځوالو کلتوري یرغل زور نیولی ، د غربي کلتور دترویج لپاره له بیلابیلو تکتیکونو  کار اخیستل کیږي ، چې په اسانه یې سړی نه شي درک کولای ، پرون  شنبه  د ۲۰۱۳ م کال دمی ۲۵ مه دیوشمیر لویدیځو ادارو لخوا په کابل کې دپوکاڼیو دالوزولو ورځ ټاکل شوې وه ، دپروګرام اصل متصدي یوه امریکایي کلمبیایي وګړی وو ، چې ویل یې له ډیره وخته یې په دې پروګرام کار کاوو .

دا پروګرام چې ترسلو پورې نجونو او ځوانانو په کې برخه درلوده ، دکابل له مرکزي سیمې پیل شو،په  هغه پارک کې  چې دپوکاڼیو جشن ترې پیل شي ، په لومړي ځل لیدل کیدل چې یو شمیر ځوانې نجونې لوڅ سر ، لوڅې څنګلې ، په کاوبای پتلونونو ، تنګوکمیسونو او یا هم میني ژوپ  لباس کې پروګرام ته راغلي دي ، دغه راز ځوانان هم له  پلوه په غربي موډ لباس کې دي ، دوی دڅو پوکاڼیو ترالوزولو وروسته   عامه واټونو ته ووتل ،او  همداسې بې پردې دکابل په واټونو کې وګرځیدې ، چې ظاهرا یې په خلکو پوکاڼۍ ویشلې ، مګر په اصل کې یې دکابل ښار  دکوڅو دستر او حجاب دماحول دماتولو هڅه کوله   ، چې په داسې مختلط ډول دبې پردې نجونو او هلکانو ګرځیدل دزیاتره کابل ښاریانو لپاره بیخي هیښوونکی وو .

ښایي یوشمیر کسانو ته به داپروګرام ځکه کوم ناروا عمل نه وي ښکاره شوئ ، چې یوازې دپوکاڼیو ویشل داسلام له نظره کوم ناروا عمل نه دی ، مګر دوی دې  ته نه دي  متوجه چې دلته غربیان غواړي ، ترداسې پروګرامونو لاندې خپل قاچاق تیر کړي ، که یوازې دپوکاڼیو ویشل هدف وای نو پوکاڼۍ خو یوازې نارینه  اویا  پرده دارې نجونې هم ویشلی شي ، داچې په دې پروګرام کې یوازې لوڅ سرو  او بې پردې نجونو ګډون درلود ، معلومیږي چې اصلي هدف  دستر ماتول ، او دغربي کفري  لغړتوب ترویج دی ، چې غواړي په   دې ډول  کرار کرار متدین او پتمن افغانان ورسره عادي کړي .

تیرې تجربې ښیي چې لویدیځوال او داسلام او افغاني فرهنګ کورني دښمنان تل له همداسې تاکتیکو څخه استفاده کوي ، دوی خپل لغړ کلتور  په تدریج سره  عملي کوي ، که  تردې وړاندې  یوازې یوه  یا دوې نجونې  لوڅ سر او لوڅې مټې کوڅو ته راوتلې ، نو پرون لسګونه نجونې همداسې ولیدل شوې ، بله ورځ به یې شاید شمیر سلګونو او زرګونو ته ورسیږي او په داسې حال کې  بیا نو موږ باید  داسلام ، افغانیت ، پت ، حیاء  او ناموس  خبره دتل لپاره بایللې وبولو .

د شیرین نظیري په نوم یوې لیکوالې د ( پیشینه چادري درافغانستان ) ترعنوان لاندې لیکنه کړې  ، او په افغانستان کې یې دښځو دبي سترۍ او داچې څرنګه  په تیرو اتیاکلونو کې مسلمانې افغانې پتمنې ښځې دومره بیباکه شوې چې لوڅ سر او پښې بهر راووتلې ، دغه مسئلې یې ډیرې ښې څیړلي دي .

نوموړې   په دیرشمو لمریز کلونو  کې دکار او ټولنیزو چارو دوزیرې  صالحه فاروق اعتمادي له قوله لیکي ، چې په دیرشمو او څلویښتمو کلونو کې یوشمیر دعریانیت شوقي  واکمنو شعوري هڅه کوله ، چې دکابل ښځې له بي حجابۍ سره عادت کړي .

صالحه فاروق وایي چې دا له ۱۹۵۸  م  نه تر ۱۹۶۳ م پورې دکابل دملالۍ لیسې مدیره وه ، او دحکومت لخوا ورته ویل شوي وو ، چې دبي سترۍ دترویج لپاره هره ورځ لس لس  زده کوونکې بې حجابه ښار ته وباسي ، دا وایي په پیل کې موږ لس تنه  بي حجابه نجونې په انفرادي شکل ښار ته ایستلې خو وروسته مو شمیر ورزیات کړ ،  هره ورځ  به مو په وقفه یي شکل څو څو نجونې په ښار کې دبي حجابه ګرځیدلو لپاره رخصتولې تردې چې په ورځ که به یې شمیر دوو  یا دری سوو ته ورسیدو ، په دې ډول د کابل تورسرې  له بي حجابۍ سره روږدې  شوې ، او وروسته اکثرو ښځو حجاب وغورځاوو .

که دغربي کلتور دترویج اوسنیو هڅو ته ګورو  نو وینو چې یوځل بیا زموږ داولس په  دیني ارزښتونو ، حیاء او حجاب باندې  هماغه لوبه روانه ده ، یوه ورځ  دښځو Ski   ، بله ورځ دځغاستې مقابله ، بله ورځ  فیشن شو ، بله ورځ  دپوکاڼیو دویشلو په نوم  دبي حجابۍ تمرین  او داسې نور پټ او ښکاره  دین دښمنه پروګرامونه ، چې تسلسل یې له هیچا پټ نه دی ، په همدې حال کې په پارلمان کې هم کټ مټ داسې لوبه روانه ده ، لکه اتیا کاله وړاندې   یې چې افغانستان  یوه لوی بحران ته ورټیل وهلی وو ، پارلمان ته  چې  د ښځو په وړاندې دمنع خشونت  کوم قانون وړاندې شوی ، لږترلږه شپږ مادې یې له اسلام سره ټکر او کټ مټ هغسې دي ، لکه  اتیا کاله وړاندې  دامان الله خان داساسي قانون  ، عجیبه داده دهمدې شپږو مادو په دفاع کې  دملل متحد ځانګړی استازی  خاص عکس العمل ښیي او تاکید پرې کوي چې باید ومنل شي .

له دې ټولې لوبې ښکاري چې دافغان مسلمان اولس  پت او ناموس ته خورا پراخ دامونه ایښودل شوي دي ، چې که یې مخه ونه نیول شي نتائج به یې له دیني ، دنیوي او اجتماعي اړخه خورا بد وي  .

په دې باید پوه شو ، چې سړی په غیرت (سړی) دی ، او ښځه په حیاء( ښځه) ده ، که سړی غیرت وبایلي ( سړی ) نه پاته کیږي ، او که ښځه حیاء وبایلي ( ښځه ) نه پاته کیږي ، بلکې په دې سره دانسانیت له چوکاټه وځي او وحشي بلل کیږي ، راځئ دخپل انسانیت د خوندي کولو په خطر  دغربي لغړتوب او حیوانیت دمبلغینو په وړاندې ودریږو!

اللهم استر عوراتنا ، وآمن روعاتنا

آمین یا رب العلمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x