شعـــــرونه

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

صبا راخیږی شول راټول دتوروشپو لاسونه
که خدای کول په غروخوریږي دلمرو لاسونه

دازادۍ لیلا ته شـال نـور پـه اوربل خوروو
نور مو مات کړي له دې چمه دپردو لاسونه

دبـري زیـري راروان د هـندوکـش لـه لـوري
نور یې شول ټوله دهیواد له سردرو لاسونه

غربي غلیم ته مو دسر کاسه کې ورکړې اوبه
نور مو غوڅ کړي له دې دره دپـردو لاسونه

کږه پګړی له خیاله ایښـې د غزاوو امـام
ښامار یې پرې مؤمن وهي بیا پر بریتو لاسونه

خیر که عاکفه په اغزنه لار مزلونه لرو
اغزیو تل وي  تاو  راتاو له ګلابو لاسونـه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x