خبرتیاوی او پیغامونه

د لوګرد پوهنې ریاست نوې ودانۍ پرانستل شوه

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر
پنجشنبې، کب ۱۳ مه

د لوګرد پوهنې ریاست ته نوې جوړه شوې څلورپوړیزه ودانۍ ترجوړیدو ورسته د پوهنې وزارت او ولایتي چارواکو له خوا پرانستل شوه.

د دغې ودانۍ د پرانستنې په غونډه کې د پوهنې وزارت تدریسي معین ډاګټر محمد ابراهیم شینواری، د پوهنې وزارت د اطلاعاتواونشراتورئیس کبیرحقمل، والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات، د دولتي ادارو رئیسانو، د پوهنې رئیس انجینرمحمد اکبرستانکزي، د دې ریاست مرستیالانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د لوګرد پوهنې رئیس انجینر محمد اکبرستانکزي په خپلو خبروکې د دغې نوې جوړې شوې ودانۍ د جوړیدو مبارکي د لوګرټولو اوسیدونکو اوبیا د خپل ریاست کارکوونکو ته وویله.

هغه زیاته کړه،چې د دغه ریاست ډیر مدیریتونه له دې مخکې په یوه کرایې کورکې خپلې چارې پرمخ وړلې خواوس دا ستونزه حل شوه.

نوموړي وویل،چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د دغه ریاست په اداري چاروکې چټکتیا رامنځته شي او د مراجعینو ډیرې ستونزې به هم ورسره حل شي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي په خپلو خبرو کې د پوهنې وزارت له چارواکو څخه مننه وکړه، چې د دغه ودانۍ د جوړولو لپاره یې لازمه بودیجه ورکړې وه.

نوموړي د پوهنې په برخه کې د یو شمیر پوهنیزو ستونزو یادونه هم وکړه، او د پوهنې وزارت له چاوراکو څخه یې د شته ستونزو د حلیدو هیله وکړه.DSC01126

د پوهنې وزارت تدریسي معین ډاګټر محمد ابراهیم شینواري په خپلو خبرو کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د لوګرټولو اوسیدونکو ته د دې ودانۍ د جوړیدو مبارکي وویله.

هغه دغه راز د پوهنې وزارت تدریسي معین د دغې ودانۍ جوړیدل،د لوګرد پوهنې ریاست لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله
وروسته د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات، دولایتي شورا غړي ډاګټر عبدالولي وکیل او یو شمیر نورو دولتي چارواکو خبرې وکړې او د دوی تر خبرو وروسته دغه غونډه پای ته ورسول شوه.

دغه ودانۍ د پوهنې وزارت له خوا د نړیوال بانک په مالي مرسته د (یوویشت میلیونه، درې سووشل) زره افغانیو په لګښت څلورو پوړونوکې جوړه شوې ده، چې د نورو ضروري ملحقاتو ترڅنګ ۳۳ اداري خونې، د غونډو تالار، یولوی ګدام،یوه د پیرې خونه، دانټرنیټ سیستم، ۲۵ تشنابونه، د سیپتیک څاه او نورې آسانتیاوې لري.

د ویلووړده، چې د لوګرد پوهنې ریاست ته نهه کاله مخکې هم د پوهنې وزارت د ۱۲ اداري خونو درلودونکې یوه بله دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړې ده.

درنښت

دلوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x