افغانستان

د کندوز دینې عالمانو د ښځوتاوتریخوالې منع قانون وغانده

همایون بابر- د کندوز ولایت دینې عالمانویوشمیر قومې مشرانو اوسپین ږیروچې شمیريي سلګونوتنو ته رسیده په تخارستان مدرسه کې د یوې غونډی په ترڅ کې د ښځو د تاوتریخوالې پر وړاندي د مخنیوي قانون نوی مسوده په کلکه وغندله او ددغه قانون ډیری برخې ېې داسلام دین سره په مخالفت اوناسمې وبللې.

دیادې غونډې په ترڅ  کې د کندوز ولایت ددینې عالمانو شوراء مشر مولوی فیض محمد وویل، چی دغه قانون په بشپړډول داسلام سره په ټکر کې دی اوځینې برخې يي په واضحه ډول داسلامې شریعت  پرضد دی.

فیض محمد په دغه قانون کې د یوشمیر اسلامې ضد توکو ځای پرځای کول ،  د ملګرو ملتونو په کډون  یوشمیر بهرنې موسسې دافغانستان په داخلې  او مذهبې چارو کې په بربنډه مداخله تورنویَ هغه وایی چی خارجیانو کې یو شمیر کړی غواړي دافغانستان د حکومت د کمزورې موقف نه ناوړه ګټه پورته کړی اوهغه څه چې په لویدیزکې يي دوی د ښځوحقونو په نوم لری، غواړي پریوه اسلامې ټولنه کې یی پیاده کړی، چې هیڅ افغان دغه ډول غیراسلامې قوانینو منلو ته چمتونه دی.

 دا مونږ افغانانو ته د شرم ځای دی چې زمونږ دینې اوتقنینې اړخونه د بهرنیانو لخوا مرتب اوبرابریږی.

 نوموړی د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي قانون یوي برخې نه د بیلګې راوړلو په توګه وویل،ددغه قانون په یوه برخه کې راغلې که چیري بدلمنې(زنا) اولواطت پرته د اجبار اواکراه اود طرفینوپه موافقه اوخوښه صورت ونیسي هیڅ باک نلري چې دغه برخه کاملاْ د قرانکریم او اسلامې شریعت پرخلاف ده داخلاقو خلاف خبره ده دغه ډول قوانینو تطبیق دانګلستان اوفرانسې په څیرهیوادونو کې امکان لری نه لکه دافغانستان په شان یواسلامې ټولنه کې ،داچې افغانان اوسمهال په ډیرو ناخوالو اخته دی که چیرې دغسې کرغیړن قوانینوپلی کولوته لمنه ووهل شي ښايي چې عام ولس به يي پرضد پاڅون وکړی اومبادا دغه شته امنیت اولاسته راوړنې به له یوې مخې په سیند لاهوشي.

همدغه راز نوموړی د نورو دینې عالمانو په استازیتوب وویل، (زه بشپړیقین لرم چې دغه ډول غیراسلامې قوانین به هیڅکله هم دافغان پارلمان لخوا تصویب نشي، که احیاناْ دوی دغه کارترسره کړی ښايي چې یوځل بیا ټول مسلمان ملت يي پرضد راپورته شي.)

ډیری وختونه نړیوال غواړي په روغ لاس په افغانستان کې نا امنې ته لمن ووهي چې یوه بیلګه يي  په تقنینې پرخه کې لاسوهنه ده.

 د ښځو تاوتریخوالې پر وړاندي مخنیوي قانون له هغې وروسته په ټول هیواد کې د خلکوغبرګونونه راپورته کړل کله چې ولسې جرګې ته دتایید رایواخیستنې لپاره وړاندي شو،دولسې جرګې وکیلانو وویل ددغه قانون ډیری برخې په بشپړډول داسلامې شریعت پرخلاف دی نوددی کبله دويي په کلکه ردوي.

همایون بابر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x