خبرتیاوی او پیغامونه

لښکرګاه ښار کي د ښاروالۍ لخوا (۱۵) ورځنی کمپاین پېل سي

لښکرګاه ښاروالۍ د خپل پلان سره سم د (۱۵) ورځني کمپاین لپاره د ولایت مقام د عبدالباري جهاني په تالار کي یوه پراخه غونډه ترسره کړه.

پدې غونډه کي د هلمند والي میرزا خان رحیمي، د هلمند ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر، د ولایتي شورا وکیلانو، د مشورتي شورا غړو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنو فعالینو، صنفي وکیلانو، د ګذر وکیلانو، د ځینو دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلینو او د ځینو غیر دولتي موسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د هلمند والي میرزا خان رحیمي د ښاروالۍ لخوا په لښکرګاه ښار کي ددې کمپاین د شروع کېدو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، ښار د ټولو ګډ کور دی او په پاکوالي او سمسورتیا کي یې ګډون باید ټوله د ځان ملي دنده وبولي.

همدا راز د هلمند والي ددې غونډي د لاري پر ټولو ښاریانو ږغ وکړ چي پدې کمپاین کي ګډون وکړي او ددې ترڅنګ یې د ښاروالۍ د صفایي د ټیکس په اړه هم له ټولو څخه غوښتنه وکړه چي د ښاروالۍ مسؤلینو ته یې پر وخت تحویل کړي.

د لښکرګاه ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر د غونډي ګډونوالو ته د راتلوونکي کمپاین په اړه مالومات ورکړل او ددې ترڅنګ یې د هغو ادارو څخه مننه وکړه چي مخکي تر مخکي یې ددې کمپاین لپاره د ښاروالۍ سره د ځینو شیانو د مرستي ژمنه کړې وه او همدا راز یې پر ټولو ښاریانو ږغ وکړ چي راسي زموږ سره پدې عمومي او پراخ کمپاین کي برخه واخلي او خپل تر وسه همکاري وکړي .

د سرحدونو او قومونو چارو رئیس نوید احمد نظري یاد کمپاین د ښار د پاکوالي او سمسورتیا په برخه کي ډېر ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چي موږ به د خپلو مشرانو او سپین ږرو له لاري د عامه پوهاوي په برخه کي د ښاروالۍ ددې کمپاین لپاره خپل تر وسه همکاري وکړو.
په غونډه کي ځینو نورو هم خبري وکړې او پدې کمپاین کي یې په بېلا بیلو برخو کي د لښکرګاه ښاروالۍ سره خینو شیانو د مرستي ژمنه وکړه .
د غونډي په پای کي یو ځل بیا لښکرګاه ښاروال له ټولو څخه مننه وکړه او غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x