دیني، سیرت او تاریخ

اودس په اسلام اوساینس کي(۱)

په اسلام کي اودس:

لوی خدای جل جلاله په قرآن عزیزکي فرمایی:
 (سورة مآیده:۶)

ژباړه: ای مؤمنانو! کله چې دلمانځه لپاره دپاڅیدواراده وکړی نوخپل مخونه اولاسونه ترڅنګلوپوری پریمنځي اوپرخپلوسرونوباندی مسح وکړی اوخپلی پښې تربجلکو(پریمنځي) که تاسی په جنابت کي واست نوځان (په اوبو) ښه پاک کړی

اوکه تاسی ناروغه اویاپه سفرکي واست یاستاسی څخه یوله اودس ماتي څخه راشي یاموله ښځوسره بازی کړی وي اواوبه ونه مومی نودپاکې خاورې قصدوکړی (تیمم ووهی) اوپه هغې  سره خپل مخونه اولاسونه مسح کړی الله نه غواړی چې تاسی ته کومه سختي رامنځته کړی بلکې غواړی چې تاسی پاکي کړی اوددې لپاره چې خپل نعمت پرتاسی تمام کړی ښايي چې تاسی شکراداء کړی.
 
داوداسه تعریف:

دخولې، مخ،لاسونو، پښواوسرمسح څخه اودس عبارت دی، په احادیثوکي داوداسه ډیرزیات فضیلت راغلی دي، داوداسه فضیلتونه:

داوداسه فضیلت په احادیثوکي:

۱– حمران روایت کوی چې یوه ورځ حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه په ښه ډول سره اودس تازه کړ اوبیایی وفرمایل:

مارسول الله صلی الله علیه وسلم پراوداسه ولیدی په ښه ډول سره ئې اودس تازه کړ اوبیایی وفرمایل:

کوم چاچې داسی اودس تازه کړ اوبیامخ پرمسجدولاړی اوصرف دلمانځه لپاه دخپل ځای څخه ولاړی نودهغه دکبیره ګناهونوڅخه ماسوی نوری ټولی ګناوی ئې وروبخښل شوي.

(رواه مسلم بحواله کنزالعمال ، ټوک ۹،حدیث نمبر۲۶۷۹۶) لیکوال: علامه علاء الدین علی متقی بن حسام الدین هندي برهان پوری متوفی ۹۷۵ هق.

۲– دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې مادنبی کریم صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې داامت به دقیامت په ورځ باندی راوغوښتل شي چې داوداسه له کبله به ددوی لاسونه، پښې اومخونه نوراني اوروښانه وي څوک چې خپله روښنایی زیاتوی نوزیاتی دی کړي.رواه بخاري

(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۵۸ پاڼه، حدیث ۲/ ۱۱۹) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.

 ۳: دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای دقبرستان راتلونکوخلکومؤمنانوپرتاسی دی دالله له لوری سلام وي اونژدی ده چې موږبه ستاسوسره ملاوشو،ماغوښته چې کاشکی خپل وروڼه ووینم، صحابه کراموعرض وکي چې موږستاسووروڼه نه یو؟ارشادوشوچې تاسی زماصحابه یاست زماوروڼه هغه دی چې لاتراوسه نه دی راغلی، صحابه کراموعرض وکي چې یارسول الله تاسی به دغه امتیان  څنګه به پیژنی؟ چې لاتراوسه نه دی راغلی؟ ده وفرمایل چې تاسی وماته ووایاست چې یوسړی خپل سپین تندی، سيینوپښواوسپینولاسونووالااس په تورواسونوکي ګډکړی نوهغه به خپل اس نه پیژنی، صحابه کرامووویل چې ضروریارسول الله، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دقیامت په ورځ به هغه خلک په داسی حال کي راشی چې داوداسه له کبله به ئې تندی ځلیږی،اوددوی لاسونه اوپښې به روښانه وي اوزه به حوض کوثرته ددوی نه مخکي رسیدلی یم. رواه مسلم وغیره

(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۵۸ پاڼه، حدیث ۴/ ۱۲۰) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x