ادبي لیکني

د باران څاڅکي!

اتل مشواڼی

د باران څاڅکي!
هم کیف لري، هم ناز!
.
د باران څاڅکي؟
امیدونه زرغونوي، بدیا شنه کړي!نازکو مرغانو ته جنت جوړ کړي
.
د باران څاڅکي!
د درد اوښکې دي، چې اسمان په ژړا شي، باران ووري، لمر ته روڼ اسمان پاتي شي، ګردنجنې وریځې اوښکې ویلې کړي
.
د باران څاڅکي!
د طبیعت د خندا مرغلرې، سپینې، نرمې، خوږې اوبه! هم زمزم شي، هم زهر بوټي اوبه کړي!
.
د باران څاڅکي!
د هغو کړیکو بړاس چې مظلوم ښکلې، تر اسمانه لاړې بېرته رحمت شوې او پر ځمکې را وریږي
.
د بارن څاڅکي!
معجزې،د رحمتونو انتها! د خدای پر ځمکه ګیاه راشنه کړي، بیا د خدای نمانځنه کوي، موږ انسانان کله داسې یوو؟
.
د باران څاڅکي!
د ورک ارمان بوی راوړي،د تیارو خاموشي مړه کړي، چاپیریال کې سندریزه اروا واچوي، بیا درته وایي: چې خیالي دنیا ته لاړ شه! هلته ځان هوسا کړه، جنت درته جوړ کړه، په خوښیو ځان موړ کړه!
.
د باران څاڅکي!
له یوه پړاو بل ته لاړل، اوس بېرته راستانه شول! ابد ته یې یون دی، تسلسل کې څپاند دي، خپلې ورکې پسې لالهاند دي
.
د باران څاڅکي!
ژوند غوندې شېبه لیده شي، بیا فنا وي یو مانا پرېږدي! نور مخ په انتها وي!
.
د باران څاڅکي!
د خالق انصاف، د مساواتو بېلګه، د برابرۍ درس! نن پر لوړې ماڼۍ هم او پر څیرې کېږدۍ هم را کوځیږي! پر چا احسان نه کوي، له چا احترام نه غواړي!
.
د باران څاڅکي!
له شلېدلي ګرېوانه وتې تڼۍ، له ستړي تندي ولېدلې خوله، د خیرخوا هیله، د مظلوم مجاهد کالتوس! ورک منزل کې، لويې صحرا کې د امېد لمر!
.
د باران څاڅکي!
نن دلته، سبا د ځمکې تل کې، بیا ګل شي، بیا اوبه شي، بیا ورېځ شي، بیا څاڅکی شي بیا را ووري!
او همداسې بیا!
او همداسې بیا!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x