ادبي لیکني

حکیم او جوالي«لنډه کيسه»

ژباړه: حمدالله حلميار 

یوه حکیم په ښار کې ښیښي لوښي وپیرل او بیا یې له یوه جوالي(پنډي) سره یې تر کوره د رسولو خبره وکړه…
حکیم ورته وویل: ځوانه! غواړم په مزدوري کې د پیسو پرځای درته درې حکیمانه ویناوې وښییم چې په راتلونکي ژوند کې به ډیره ګټه ورڅخه واخلې…!
ځوان هم ورسره خوښه کړه… ځوان پر خپل خره باندې د حکیم سودا بار کړه او پخپله په پښو پسې روان شو… د لارې په اوږدو کې یې حکیم ته وویل: ښا اوس نو هغه پند راته بیان کړه!
حکیم ورته وویل: دا خبره یاده لره که چا درته وویل چې لوږه تر مړې ګیډې ښه ده؛ هیڅکله یې مه منه…!
مزدور موسکی شو او سفر ته یې دوام ورکړ… څه مزل وروسته یې ورته وویل: ښا اوس بل حکمت راته بیان کړه…!
حکیم وویل: که چا درته وویل چې تر سپرلي پیاده مزل ښه ده؛ نو هیڅکله یې مه ورسره منه…!
ځوان بیا موسکی شو او د تائید سر یې وښوراوو… ځوان بیا وویل ښا دادی نور خو رارسیږو هغه وروستی نصیحت دې هم راته ووایه!
حکیم وویل: که چا درته وویل چې په نړۍ کې تر تا بل بې وقوفه او ساده انسان شته؛ نو بالکل یې مه منه…!
ساده ځوان چې دا خبره واورېده نو له غوسې سور او شین واوښت… پر خره بار ښیښي لوښي یې راغورځار کړل… او بیا یې حکیم ته وویل: یو نصیحت زما هم واوره!

که چا درته وویل چې له خره را غورځول شوې ښیښې روغې پاتیږي نو چي ورسره ویې نه منې…!

یادونه: حکیم هم د هغې زمانې متفکر وو!!!

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x