شعـــــرونه

شوخه شیخي: عبدالمجيد جواد

عبدالمجيد جواد

تښتې به له ماتې ککرۍ سره
مه ازمایه زور دې له پګړۍ سره

تا به چې پرې کبر او غرور کاوه
مات شوې همغې ټیکنالوژۍ سره

هسې ټټر مه وهه تربوره ته
مونږ غیږه وهلې له نړۍ سره

مات شي همغه تندي زمونږ پښو لاندې
څوک چې زور وهي زمونږ ملنګۍ سره

اوسې که دې کلي کې جواده ته
شخ او شوخ به ګرځې له شیخۍ سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad ishaaq Amanzai

د شاعرانو او لیکوالانو لوړ مقام اوعالیشان حضورته سلام وړاندي کوم او قدرمنو لوستونکو ته پراخه حوصله ،سالم قضاوت او په روغ رمټ فکر سره ښه پیرزو ینه غواړم ، زما په اند پښتو ژبه خورا ډیره موءدبه اوسپیڅلې ژبه ده هرڅوک چي په پښتو ژبه څه غواړي ولیکي داسي کلمات باید استعمال نشي چي دپښتو ژبي قدر په ملي او بین المللي کچه کښته راسي اوس راځم اصلي خبري ته هغه لوستونکي چي دشاعرانو او لیکوالانو لیکني لولي دوئ نباید داسي منفي تبصرې ولیکي چي د ادب له چوکاټه وتلي وي ځکه په ناوړه خبرو سړئ خپله سپک معلومیږي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x