شعـــــرونه

غزل: اتل مشواڼی

اتل مشواڼی

دلته خوبونه الوځي اسمان ته ځي
اوښکه ځي چېرته؟ اخېر ګرېوان ته ځي
.
اوس هم موږ کې غریب هغسې خوار-خوار دی
چې ناروغ ورته پیدا شي،نو خان ته ځي
.
مشران پردي دي، ځوانان بې احساسه
چې د هیواد د ښې شي بیا یونان ته ځي
.
دا دنیا، بیا مرګ، بیا بله! توپیر یې څه دی!؟
خو ساه له ځانه وځي بېرته ځان ته ځي
.
که له ژونده خپه شوم احوال دې اخلم
پاڼه چې را بېله شي بیابان ته ځي
.
خبره که څه هم وړه خو پخه وي
خوله کې به ټينګه نه شي، میدان ته ځي
.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x