up-down-arrows

د عروج او زوال فلسفه (۲)

    په تېر پسې…    

د تمدنونو د عروج او زوال د مطالعې په اړه دغه پورتنی ذکر شوې فلسفې زموږ سره ډېره مرسته کوي؛ خو بشري تاریخ دومره پیچلی دی، چې موږ ددې دریو فلسفو اطلاق په ټولو تمدنونو باندې نه شو کولای، په عام ډول په دې فلسفو باندې چې کوم اعتراض کیږي، هغه دادی، چې لومړی یو چوکاټ جوړیږي او بیا د تاریخ ځینې پیښې په کې اچول کیږي؛ ځکه نو دغه قوانین په ټولو تمدنونو او قومونو باندې په پوره ډول صدق نه کوي.

    ددې فلسفو نه علاوه، نورو مؤرخینو هم د تاریخ په لیکلو سره د قومونو د زوال عوامل په ډاګه کړي دي، مثلاً کله چې کوم قوم د خپل امدن نه زیات مصرف وکړي (لکه رومي سلطنت) کله، چې یو ریاست په امپراتورۍ باندې بدل شي؛ نو د نورو په ذرائعو باندې د انحصار کوښښ کوي او په دې سره په خپل ځان باندې د انحصار توان یې له منځه ځي، امپراتوري د خپلو محکومو قومونو جذبات له منځه وړي، په هغوی باندې زور اچوي، چې مرکز ته باید وفادار پاتې شي، په پایله کې یې، د محکومو قومونو له خوا تخریب پیلیږي؛ نو کورنۍ جګړې ترې پیداکیږي، تر یو څه وخت پورې امپراتوري کولای شي، چې د کورنۍ جګړې مخه ونیسي؛ مګر یو وخت داسې حالت هم راځي، چې مرکزي حکومت کمزوری شي او د بغاوتونو مخه نه شي نیولای، په پایله کې یې بې قانوني منځته راځي، لويي لارې د ناامنۍ ښکار کیږي، په سوداګرۍ او صنعت کې کمي راځي، زراعت باندې ناوړه اغیزه کوي، عاید او مالیات ورکول پای ته رسیږي، په دې حالت کې فساد اوج ته رسیږي، فاسد خلک پیسه داره کیږي، مګر په مقابل کې یې حکومت غریب کیږي، په دې حالاتو کې امپراتورۍ له منځه ځي او قومونه خپل سرحدونه سره ټاکي.

    که د پورتنی نظریي سره د پخوانیو او نویو قومونو عروج او زوال وګورو؛ نو په دې نظریه باندې په درست ډول پوهیدلای شو، دلته د ترکيي او برتاني د امپراتورۍ بیلګې وړاندې کوو.

    کله چې عثماني امپراتورۍ په لومړی نړیواله جګړه کې ماته وخوړه او مصطفی کمال اتاتورک جمهوري نظام رامنځته کړ؛ نو، هغه پریکړه وکړه، چې عثماني خلافت له منځه یوسي او د خلافت د واک لاندې ټولې سیمې ازادې کړي او ترکیه په خپلو اصلي سرحدونو کې محدوده کړي او په راتلونکي کې ترکیه د جګړې لیرې وساتي؛ ځکه په دې سره ترکیه کولای شي، چې ځان محفوظ کړي، ددې وروسته په ترکیه کې یو واحد قومیت رامنځته شو او د ترکيي د کلتور د پرمختګ لپاره یې کوښښ پیل کړ.

    دویمه بیلګه د انګلستان د امپراتورۍ ده، انګلستان د دویم نړیوال جنګ نه وروسته دا درک کړې وه، چې د محکومو قومونو د قومیت جذبه دومره قوي شوې، چې اوس په هغوی باندې حکومت کول ستونزمن کار دی؛ ځکه، نو انګلستان ورو، ورو هغوی ته ازادي ورکوله او خپله خپل هیواد ته راستانه شول.

    په داسې حال کې، چې د استعماري هیوادو راتګ خپل هیواد ته، په خوښۍ سره نه وي؛ مګر محکوم قومونه د بغاوت او مزاحمت په ډول استعماري قوتونه مجبوروي، چې خپل حاکمیت ته د پای ټکی کیږدي.

    د تاریخ د مطالعې نه دا مالومیږي، چې د ټولو تمدنونو د عروج او زوال لپاره کومه ټاکلې نیټه وجود نلري؛ ځکه هر تمدن د عروج او زوال خپلې نقطې لري، بله مهمه خبره داده، چې د زوال په لور تلونکی تمدن په یو ځل د زوال سره نه مخ کیږي، بلکه د زوال پر وخت په کې ځنډ هم راځي، ډیری وخت دا دلیل وړاندې کیږي، چې امپراتورۍ د وحشي قبائلو د حملې په پایله کې له منځه ځي ؛خو، ځینې وخت، برعکس ددې حملو په پایله کې امپراتوري یا تمدن یو نوی او تازه قوت حاصلوي، ژوندي کیږي، لکه څرنګه، چې په مصر کې هس کاوس، اسلامي ترکیي او مغلو ته یې نوی ژوند ورکړ، مګر، کله، چې یو تمدن دغه قبائل په خپل ځان کې مدغم نه کړي؛ نو په دې صورت کې امپراتوري دغه قبائل له منځه وړي، لکه څرنګه چې جرمني قبائلو رومي سلطنت له منځه یووړ.

    عروج و زوال کا فلسفه، تحریر، ډاکټر مبارک علي

ژباړه: زاهدخلیلي

—-

د عروج او زوال فلسفه – لومړی برخه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د