
غزل: هدايت الرحمن غريبيار
هدايت الرحمن غريبيار
د چا د ياد يخ بارانونه دي د ژمي شپه ده
سرته مې ايښي کتابونه دي د ژمي شپه ده
په زړه مې درد دى خپلې ساه نه مې هم يره کيږي
توره کوټه تور ديوالونه دي د ژمي شپه ده
څوک مې ياديږي بستره کې مې زړه نه لګيږي
په المارۍ کې تصويرونه دې د ژمي شپه ده
پردى وطن پردى مزدور يمه ناوخته راځم
په سر نيولي مې لاسونه دي د ژمي شپه ده
ربه ته خير کړې چې کورونه مو را ونه لويږي
واوره وريږي خام کورونه دي د ژمي شپه ده
کلونه کېږي غريبياره مونږه ونه ليده
څومره بدبخت مو نصيبونه دي د ژمي شپه ده