شعـــــرونه

غزل: احمد محمدي

احمد محمدي
لکه ماښام أذان نه پس، مونږ په لمانځه ولاړ یو
دلته د هر تکبیر کوونکي په جنازه ولاړ یو
د خدای په ځمکه، د قدم اخیستو واک نه لرو
په خپله ځمکه، د پردیو په اجازه ولاړ یو
که زنبق ګل په شان، د کوم باغ حصه مونږ نه یو
خو شهید قبر ته بیا تاند او ښېرازه ولاړ یو
خیر که ظالم د دیوال خښتې مو ټوټې ټوټې کړ
بیا خو مظلوم ته لاس_نامه په دروازه ولاړ یو
د سر قاتل مو هم نن دغه معما کې ورک دی
مونږ قتل شوي بې عیسی(ع) په معجزه ولاړ یو
نړۍ ته دومره مونږ بدرنګ په دې نړۍ کې ښکارو
ته وا د میز پر سر د تیر کال کلیزه ولاړ یو
زمونږه توره ده بس دومره، چې ورځ یې لمانځو
د خپل نیکه او د بابا په کالیزه ولاړ یو
احمد به پورته کړي، الله(ج) ته مو دعا دغه ده
مونږه خو امر ته هغه، په ځه راځه ولاړ یو
_____________
احمد”محمدي”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x