افغانستان

فراه : په سرښندونکي برید کې 5 ایټالوي عسکر ووژل شول

610xله فراه ولایت په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي نن سهار نهه نیمې بجې  دبالابلوک ولسوالۍ  اړوند دکنسک په سیمه کې دایټالوي عسکرو په ګزمه دموټربم په مټ سرښندونکی برید ترسره شو چې له امله یې پنځه تنه ایټالويان ووژل شول. دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدي دپیښې مسولیت په غاړه اخیستې،نوموړي رسنیو ته ویلي برید ددوئ یو تن مجاهد سمیع الله چې دفراه ولایت اوسیدونکی وو ترسره کړاو پنځه تنه ایټالوي عسکر یې ووژل.

نوموړی زیاتوي برید په دوو زغروالو ټانګونو ترسره شو، یو ټانګ په بشپړه توګه له منځه تللی او دوهم یې تخریب شوی

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دپیښې ځاي ته خارجي ځواکونو امبولانس چورلکې راغلي یوشمیر جسدونه یې انتقال کړل خو کره شمیره یې نه ده په ډاکه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x