شعـــــرونه

غزل: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

غریب سړې یمه خبرې داسمان نه کوم
زیاتي دچادخمارو سترګوارمان نه کوم

تکل مې کړې چې ترخدای پورې ځان ورسوم
خوچې ترڅوپورې داښکلي وي ګومان نه کوم

په دې مکروه وخت کې دژوندلمونځ ته قامت نه وایم
اوس چې ماشوم پیداشي غوږ کې ېې اذان نه کوم

زه دخپل سرکاسه کې وېنې دخپل زړه څښلی شم
بسمله قصد دچا دچاه زنخدان نه کوم

«چاه زنخدان» فارسي لغت دی اومراد ترې دځینوخلکو د زنې په مینځ کې یوډول ژوروالی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوى مجيب الرحمن مبارک

مولوی مجیب الرحمن مبارك ښایسته چهارچینه حمد چه په مځکه اواسمان کی دی قدرت دی مامنلی پاکه ربه ستاعظمت دی باچهی دی ده بې نیازه بې احتیاجه چلولی دی یواځی حكومت دی که مخلوق سی ټوله ژبی بس یې وایی ترهغه دی شان بالاپه حقیقت دی چه په عقل اوپه خیال کی څه راګرځی هیڅ هم ندی ترهغه دی ذات اوچت دی په عجیب طرزدی پاللی ټول عالم دی له رمزونونه دی ډك هرسیاست دی په يووصف کی دی سیال نسته باداره نه له تاسره دهیڅ چاشراكت دى چه وتالره منظوروی هغه كیږی خندول که ژړول اوکه عزت دی )مبارك(چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x