افغانستان

سرپل: د صیاد ولسوالۍ تربلاق سیمه طالبانو نیولي او جګړه لاهم دوام لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په تربلاق سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه پيل کړي او جګړه اوس هم روانه ده، په جګړه کې پولیسو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبرونه ورکړل سوي.

په سیمه کې عیني شاهدان وایې چې نن ماسپښين مهال طالبانو جګړه پيل کړي او د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو د صیاد ولسوالۍ د تربلاق سیمي لومړۍ خط مات کړی او سیمه یې ولکه کړي او دلته د پولیسو درې پوستې یې له منځه وړي دي.

د سرپل ولایت د ولایتي شورا رییس وایې چې د تربلاق سیمه ۸۰ فیصده طالبانو نیولي او اوس ددې سیمي په ختیځه سیمه کې جګړه روانه ده، نوموړي د پولیسو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم په صیاد ولسوالۍ کې د جګړې خبر ورکړی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر الاماره ویب پاڼه لیکلي چې د صیاد ولسوالۍ په جګړه کې یې د پولیسو درې پوستې نیولي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

د جګړې په اړه به وروستي جزئیات وروسته خپاره سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x