افغانستان

طالبان: اربکیزم د امریکایانو دسیسه ده او ډیر ژر به له منځه یووړل شي

aaarنن ټکی آسیا: د طالبانو له خوا په خپره شوې یوه تبصره کي ویل شوي چي امریکانو د اربکیزم دسیسه وروسته تر هغه په کار واچول کله چي یې د طالبانو په لاس شکست وخوړ، او د ماتي سره مخ سول، نو هغوی د اربکیزم د پروسې په پیلولو سره وغوښتل چي د افغاني ولس څخه انتقام واخلي، ځکه چي افغان ولس د طالبانو تر څنګ د امریکا په خلاف ودریدل.

په تبصره کي راغلي چي امریکایان د اربکیانو په وژلو یا ټپي کیدلو او ځورولو هیڅ باک نه کوي، هغوی ته هیڅ مهمه نه ده چي اربکیان وژل کیږي، د هغوی ټول هدف د اربکیانو تر شا شاه خپل فوځیان په سالمه توګه ایستل دي اوبس.

اوزیاتوي چي ځیني اربکیانو چي د هوش څخه کار واخیست هغوی د امریکا په هدف پوه سول، او د بیرته د طالبانو سره یو ځای شول، او طالبانو هم ښه استقبال کړل.
او زیاتوي چي ددغه دسیسه به د امریکایانو د نورو د سیسو او فتنو په توګه د افغانستان څخه به ډیره ژر له منځه یو وړل شي.

د نورو معلوماتو لپاره د طالبانو د اونۍ تبصره په لاندي ده:


 

اربکیان د امریکا د شومو اهدافو لپاره قرباني کیږي

د اربکیزم پروسه د امریکا د پخواني بدنام جنرال ډیویډ پټریاس لخوا پېل شوه، هغه غوښتل چې د خپلو پوځیانو د شکست او ماتي انتقام د افغان ولس څخه واخلي؛ ځکه چې هغوی د مجاهدینو ملاتړ ته دوام ورکوي او د دوی په لاس جوړ شوي حکومت مرسته نکوي، هغه دوه هدفونه لرل: یو د افغانانو په واسطه د افغانانو ځورول او خپل مینځي دښمنیو ته لمن وهل، تر څو خلک په کورنۍ جګړه کې مصروف وساتل شي او دوی د شپې له تاريكيو څخه په استفادې خپلې بسترې وتړي او کډې بار کړي.

او بل دا چي د خپلو شومو اهدافو لپاره دقربانۍ د ګډوري په شان اربکیان قرباني کړي، ځکه دا بې بندوباره ملیشي په هیڅ صورت دافغان ولس لپاره د زغم وړ نه دي؛ ځکه چې د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال د سربازانواوګلم جم په نوم د کمونستي ملیشو د تشکیلاتو رسمونه او نقشې لا اوس هم د خلکو په اذهانو کې پاته دي او تر نن ورځې پورې د هغوی د جنایاتو داستانونو مجلسونه ګرم ساتلي دي بلکه په هر کلي او ښار کې ژوندۍ بیلګې لري، د نن ورځي اربکیان د پرون ورځې د سربازانو کاپي ده، هغوی خو د مجاهدینو په لاس نابود شول، د اربکیانو حتمي انجام هم یوازې او یوازې نابودي او بربادي ده، دا هغه حقیقت دی چې امریکان ورباندې پوهیږي خو بیا هم دغه ساده ګان د زمري خولي ته ورټېل وهي.

دا خبره نړیوال شهرت لري چې امریکایان د خپلو مصالحو د لاسته راوړلو لپاره په هیڅ صرفه نکوي، هغوی خپلو شومو اهدافو ته د رسیدلو لپاره نور ولسونه قرباني کوي، د هغوی شتمنۍ لوټوي، رنګارنګ ستونزې ورته تراشي، حتی د اټومي او زروي وسلو کارولو ته هم تیاریږي، په ۱۹۴۵م کال کي د دوهم جنګ جهاني پر مهال یې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټومي بمونه وغورځول او صرف په درې ورځو کې یې تر دوه لکه زیات ملکي انسانان ووژل، د اربکیانو په وژلو یا ځورولو خو له سره باک نکوي؛ ځکه چې ددوی یوازنی هدف دافغانانو زورول اوپه سلامتۍ سره د خپلو پوځیانو ایستل دي او بس.

هغه اربکیان چې څه ناڅه هوش لري یا د مسلمانو مشرانو مشورو ته غوږ ږدي د امریکا په پورتنيو اهدافو پوه شویدي؛ ځکه خو د اربکیزم له بدنام لست څخه ځانونه وباسي، په دې وروستیو کې د ګران هیواد په مختلفو ولایاتو کې ډیری غیرتي ځوانان د اربکیانو له لیکو څخه جلا شویدي او مجاهدینو یي هم جزاهم الله خیرا د خواخوږۍ او صمیمیت په فضا کې تود هرکلی کړیدی.

د اسلامي امارت په اوسنیو عملیاتو کې چې د خالد بن الولید رضي الله عنه تر مبارک نا مه لاندې روان دي او د فتوحاتو لړۍ یې له بدخشان نه تر هرات او له ننګرهار نه تر نیمروز پورې وغځېده څرګندې اشارې دي چې د نورو دسائسو په څیر به دغه امریکایي فتنه هم ډیر ژر لمنځه یووړل شي او د اربکیانو کمبله به د هیواد له هر کونج او کنار څخه طوعا او کرها راټوله شي. وما ‍ذلك علی الله بعزیز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x