افغانستاناقتصاد

په تېرو څوارلس کلونو کې ۲۴زره کیلومتره سرک رغول شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۴مه ۱۳۹۴ل): د فواید عامه وزارت وايي چې په تېرو څلوارلس کلونو کې په ټول افغانستان کې ۲۴زره کیلومتره سرک رغول شوی دی.

د فوایدعامې وزارت ویاند محمد مهدي روحاني پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله ډيرو پروژو کارونه پر خپل وخت نه ختمیږي.

هغه ادعا کړې چې د نا امنۍ سربېره په تېرو څلوارلس کلونو کې ۲۴زره کیلومتره سرک رغول شوی چې له منځه يې ۱۴زره کیلومتره پوخ او پاتې ۱۰زره يې جغل اندازي یا کریړ شوی دی.

د فواید عامې وزارت ویاند زیاته کړې چې د ټولو پخو شوو سرکولونو له جملې ۳۰۶۰ کیلومتره سره په سیمه ییزو لارو، حلقوي سرکونو، لویو لارو او ولایتي سرکونه دي.

د مهدي روحاني د معلوماتو پر اساس درې لسیزې وړاندې د افغانستان تقریبا ۱۸زره کیلومتره سرک پوخ جوړ شوی و خو په پرلپسې جګړو کې تقریبا ۱۵زره کیلومتره سرک تخریب شو چې بیا رغولو ته یې اړتیا وه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x