
د ډیموکراسۍ یتیمان !
عبدالرحیم ثاقب
خبردی چې دانګلستان حکومت غواړي هغو ۶۰۰ افغان ژباړونكو ته په بريتانيا كې د اوسېدو حق ور كړي چې په تېرو كلونو كې يې له بريټانوي ځواكونو سره دندې تر سره كړې دي.
د انګلستان د The Times ورځپاڼې دخبر په حواله په افغانستان کې ۵۲۵ افغانان له بریتانوي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کارکوي چې دهغوئ له جملې نه ۲۵ تنه وژل شوي اویوشمیر نور دجګړو په مهال ژوبل شوي دی .
اوس چې دغه ځواکونو له افغانستانه په وتودي دهغوئ افغان ژباړونکي هم غواړي له دوئ سره یوځای له خپله وطنه دلندن په لور پښې سپکې کړې.
دنجیب الله په نوم ۲۰کلن ترجمان The Times ورځپاڼې ته ویلې چې که ده ته په لندن کې سیاسي پناه ورکړل شي دابه یې لوی بخت وي ؛ ځکه دی دبهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته په افغانستان کې دځان لپاره دژوند کولو چانس نه ویني، دولتي ځواکونه یې جاسوس اوطالبان یې دوطن پلورونکي په نوم پیژني، نوموړی وايي چې ټولو افغان ترجمانانو له انګلیسي پوځیانوسره په ډیرو سختوشرایطو کې کار کړی چې په مقابل کې یې باید هغوئ ورته په انګلستان کې دژوندکولو اوپاتې کیدولو زمینه مساعده کړي.
ریښتیاهم له بهرنیو ځواکونوسره دترجمانۍ دنده دافغانانوپه منځ کې له نورو خطرناکو ستونزو سره سره یوله پیغور اوشرم ډکه وظیفه ده چې هیڅ دروند افغان یې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي، همدا لامل دی چې دبهرنیانو تروتو وروسته په خپل هیواد کې دژوندي پاتي کیدو امکانات نه ویني او غواړي چې ترخپلو بهرنیو دوستانو له مخه دوئ له افغانستان سره دتل لپاره مخه ښه وکړي.
دغه ترجمانان خو بیاهم ښه دي ځیني به انګریزان اوځینې به امریکیان او ځیني به نوربهرنیان له ځانه سره خپلو هیوادونوته بوزي ، افسوس دهغو انټرنیټي فرهنګیانو اولیکوالو په حال دی چې دیرغلګرو دکلتوردترویج اوترجماني لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې،په تلویزونو،راډیوګانواوانټرپاڼوکې له واردې شوې ډیموکراسې نه په دفاع کې ستوني وشکیدل خوبهرنیان یې له دغو اخلاصمندانه هلوځلو خبرهم نه دي او له افغانستان څخه دوتلوپه مهال به یې همداسې په سپیره ….. دافغان ولس محاکمې ته پریږدي .
ددوئ له حال سره سړی ته هغه دکوچې کیسه وریاده شي چې ډیربه په غوصه کیدو اودغوصې په مهال به يي سختې سپکې سپورې ویلې ، یو وخت يي ښارته دتللو قصد وکړ، زامن یې چې دده له غوصه ناک طبیعت سره بلدول ورته ویې ویل چې ابا ګوره په ښارکې حکومت په ښکنځلوبندیز لګولی هالته چاته ښکنځل ونه کړي !.
نوموړی چې کله ښارته ورسیدو هالته يي دسپرلۍ اوښې دښار دازدحام له وجې ناړامي شروع کړه چې دی ورسره ډیرپه تکلیف شو .
معمولا به نوموړي کوچې په داسې غضبناک حالت کې بد رد ویل ، خودلته يي ځکه نشوای ویلی چې دزامنو په خبره حکومت پري بندیز لګولی وه ، نو هماغه وه چې د چکې (لرګي) سربه يي داوښې په مخصوص ځای کیښود او ورته ویل به یې چې له ښاره خو به ووزو بیابه دي له دې ….سره جوړشم.
دبهرنیو ځواکونولساني ترجمانان خو به له خپلو دوستانو سره ولاړشي خو دهغوئ دناولي کلتور مترجمین اومدافعین به د ډیموکراسۍ دبي سرپناه یتیمانو په توګه په افغانستان کې پریږدي ترڅو دآریانا په تاریخي چوک کې مجاهد افغانان ورسره خپل حساب و کتاب تصفیه کړي .