fbpx

تمانچې سره سیلفي د مرګ په بیه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۱۴مه ۱۳۹۴ل): د ځینو خلکو د سیلفي عکسونو ویستلو شوق د جنون تر بریده رسېدلې. ځینو سره چې نور سټایلونه ختم شوي نو په داسې څه یې لاس پورې کړی چې د مرګ په بیه ورته تمام شوی دی.

امریکايي رسنۍ وايي چې یو کس له خپل ملګري سره د تمانچې سره یوځای سیلفي اخېست چې ناڅاپي ترې ډز وشو او ځان يې ځای پر ځای ووژلو.

سیمه‌ییز چارواکي وايي چې یوې ښځې او د هغې ملګري څو ځل له تمانچې سره چې له مرمیو ډکه وه، سیلفي عکسونه واخېستل، څو ځل یې له تمانچې مرمۍ وویستلې بیا به یې ور واچولې چې په دغه لړۍ کې ترې یو ځل یوه مرمۍ په تمانچه کې پاتې شوه.

 چارواکي زیاتوي د دغې ښځې ملګري فکر کاوه چې تمانچه کې مرمۍ نشته دی او کله چې یې ماشه کش کړه، نو ځان يې وویشتلو او ځای پر ځای و وژل شو.

رسنۍ وايي چې د وژل شوي کس عمر ۴۳ کاله و او د پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د