افغانستان

افغان سفیر د مهاجرینو په اړه د خیبرپښتونخوا له چارواکو سره مهمې پریکړې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان لپاره د ګډحکومت ځانګړی استازی او سفیر ډاکتر عمر زاخیلوال د خیبرپښتونخوا ایالت له چارواکو سره د مهاجرینو او افغان سوداګرو د تجارتي او ترانزیتي ستونزو په اړه څو مهمې پریکړي کړي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه وايي چې عمر زاخیلوال نن د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویزخټک، د پولیسو مشر او نورو چارواکو سره د افغان مهاجرینو او د افغان سوداګرو د تجاراتي او ترانزیتي ستونزو د حل په موخه وکتل او په پایله کې يې څو فوري پریکړې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو پریکړه وکړه چې د مهاجرینو په کمپونو کې به هرې کورنۍ ته د برېښنا بیل بیل متر لګول کیږي څو په دې توګه د دوی لګښت ښکته شي. په دې وروستیو کې د پاکستان د اوبو او برېښنا اړوندې ادارې (واپډا) د مهاجرینو په څو کمپونو برېښنا قطع کړې وه او لامل یې د دغو کمپونو لخوا د برېښنا د بیلونو نه ورکړه ښودلې وه.

افغان سفارت وايي چې له پاکستاني لوري سره همدا راز پریکړه وشوه چې تر هغې چې ناراجستر شوي مهاجرین د سفران وزارت له لوري ثبتیږي د پولیسو له لوري به د اسنادو د نه درلودلو له کبله نه ځورول کیږي او که ونیول شي د افغان کونسلګرۍ له تصدیق وروسته به ټول خوشې کیږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې مهاجرینو ته به په ناڅاپي توګه د یوې ساحې څخه د کورونو ویستلو او د کانونو بندولو اعلان نه کیږي او په دې اړه به ایبټ اباد کې افغان مهاجرینو ته اعلان شوې اعلامیه اصلاح کیږي.

سربېره پر دې به افغاني ښوونځیو ته د افغانستان څخه د درسي کتابونو د راوړلو ممانعت نه کیږي او د خیبرپښتونخوا په پوهنتونونو کې به د افغان مهاجرینو سهمیه بیا را ژوندۍ او زیاته کیږي.

د سوداګریزو ستونزو په اړه خبر پاڼه وايي چې د تجارتي مالونو اړوند په خیبر پښتونخوا کې له افغاني مالونو څخه ایالتي اخاذۍ لغوه اعلان شوې او د تجاراتي او مهاجرینو د موضوعاتو لپاره د ګډو کميسیونونو په جوړیدو پریکړې وشوې چې په دوامداره توګه به د اړوندو ستونزو د حل په موخه ناستې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x