ورزش

نړیوال جام: افغانستان په تمریناتي لوبه کې هالینډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۱۴مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې د نړیوال ۲۰اوریز جام په تمریناتي لوبه کې هالینډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

دغه سیالي د هند په موهالي لوبغالي کې نن ترسره شوه. افغانستان پچه وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړله.

د افغانستان پیل ښه و. په ۴۵ منډو یې لومړۍ ویکټ نورعلي ځدران له لاسه ورکړ. هغه کیګامه په ۱۸ منډو رن اوټ کړ. دوهمه ویکټ اصغرستانکزی ورپسې ژر وغورځېدله. اصغر د کینګامه په بال بولډ وسوځېد. تر اصغر وروسته متصل محمد نبي د کینګامه به بال وسوځېد.

افغانستان په ۵۰ منډو درې لوبغاړلي دلاسه ورکړله. وروسته سمیع الله شینواري او ګلبدین نایب منډې تر ۸۴ ورسولې. نایب په ۲۳ منډو رن اوټ شو. سمیع الله شینواری په ۴۲ منډو د وان بیک په بال کیچ وسوځېد. نجیب الله ځدران ونه ځلید. هغه په صفر د مدثر بخاري په بال وسوځېد. شفیق الله ۲۴ او راشد خان ۱۰ منډې ترسره کړې.

افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ۱۵۲ منډې جوړې کړې او هالینډ ته یې ۱۵۳ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې د هالینډ لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې وکړلې او په ۱۶ بالونو یې لوبه وبایلله. د هالینډ له لوري کوپر ۵۰، باریسي ۲۷ او وان ډیر میروي ۱۵ ډیرې منډې وکړلې.

د افغانستان له لوري، دولت ځدران، راشید خان، نبي او شینواري یوه یوه ویکټ واخېستله.

افغانستان بله تمریناتي لوبه له عمان سره سبا ته لري.

نړیوال جام د روانې میاشتې په اتمه نېټه پیلیږي. افغانستان لومړنۍ سیالۍ د مارچ په اتمه له سکاټلینډ سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x