دیني، سیرت او تاریخ

مکه مکرمه د زمکې منځ دی

صبا ته به خپله قبله څنګه معلومه وو
قال تعالى ( إن أول بيت وضع للناس للذى ببكة مباركاً وهدى للعالمين)
ژباړه: هغه لمړی خونه چې د خلکو لپاره ټاکل شوې په مکې کې ده مبارکه او دعالم لپاره دهدايت سرچينه ده.
د پوهانو په وينا لمر سترګه په کال کې دوه ځله عين دکعبې مبارکې په سر باندې وي.

دمئ دمياشتې په ۲۸ مه په ۱۸ باندې ۲ بجې
د جون دمياشتې په ۲۶ مه په ۲۶ باندې ۲ بجې
 نو که يو څوک خپله قبله معلومول غواړي د پورتنيو نيټو په ټاکل شويو وختونو دې لمر سترګې ته مخامخ ودريږي او خپله قبله دې معلومه کړي.

مکه مکرمه د زمکې منځ دی

په کال ۱۹۷۷ ميلادي کې دلمړي ځل لپاره مسلمان جغرافي پوه دکتور حسين کمال الدين رحمه الله دا خبره کشف کړه چې مکه مکرمه د ځمکنئ کرې دوچې مرکز دی،ويل کيږي چې نوموړي ددې لپاره څيړنه پيل کړه ترڅو يوه داسې وسيله ايجاد کړي چې دنړی په هر ځای کې يو شخص وکولای شي خپل دقبلې لوری معلوم کړي، ددې لپاره نوموړي دنړی د پنځو سترو وچو يوه نقشه تياره کړه، ناڅاپي ورته څرګنده شوه چې مکه مکرمه دنړی ودچې منځ دی، ددې خبرې تصديق نوموړي په (compass) (يوه هندسي آله ده) باندې هم وکړ پدې توګه چې دهغې يو لوری يې په مکه مکرمه کيښود او بل لوری يې د ټولو براعظمونو په څنډو باندې تير کړ، دا يوازې ديو مسلمان څيړونکي څيړنه نده بلکې داوسني ډير غير مسلم پوهان پدې خبره اقرار کوي، دامريکا مصنوعي سپوږمکیو هم ددې خبرې پخلی کړی.

نړی نن سبا په خپل وخت ټاکلو کې په ګرينوچ باور کوي، خو دا منل شوې خبر ده چې په ۱۸۸۴ ميلادې کې دبرطانيې امپراطوری په فشار او زور دا خبره په نړیوالو تحميل کړل شوه، ترڅو دا ورسره ومني چې دزمکې مرکز ګرينوچ دی سره لدې چې ګرينوچ په حقيقي توګه د زمکې مرکز نه دی ځکه دپوهانو په اند د ګرينوچ طولي زمکنی خط دمقناطيسي شمال له خطه ۸.۵ درجې مخالف دی، بناءا ددې وړ  ندی چې په وخت ټاکلو کې ورباندې باور وکړای شي، اما مکه مکرمه د زمکې هغه رښتونی مرکز دی چې پکې د مقناطيسي شمال خط دجغرافي (حقيقي) شمال له خط سره په کامله توګه برابر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x