افغان موډل محمد منيب ابراهيمي

سميع الله پام – کابل

د افغانستان د ملي او رښتيني کلتور افغان موډل (محمد منيب ابراهيمي) هغه شخص دی چې جامې، واسکټ، ګوتمه، خولۍ او ګڼ نور اسباب يې د افغانستان له تور، سور او زرغون بېرغ څخه جوړ کړي.

ابراهيمي له نن څخه نږدې دېرش کاله وړاندې په پلازمېنه کابل کې زېږېدلی، هغه اصلاً د لغمان د قرغه ئي ولسوالۍ وسېدونکی دی چې د اقتصاد او بازارموندنې په څانګه کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړي خو اوس په شخصي کاروبار بوخت دی.

ابراهيمي نه وزير دی او نه کوم غټ چارواکی خو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې خلک له څېرې او د جامو له سټايل سره بلد دي.

هغه وايي د افغانستان د ټولو قومونو د ملي يووالي په خاطر افغاني کلتور ته کار کوي چې د ګڼو مينوالو لخوا تشويق او هڅول شوی.

منيب ابراهيمي زياتوي چې د موډلېنګ له لارې هڅه کوي چې نړيوالو ته د افغانستان اصيل کلتور او فرهنګ وروپېژني.

هغه د دې ترڅنګ چې يو ښه موډل دی همدارنګه ښې هنرمندې ګوتې هم لري، نوموړی هر څه چې جوړوي په ټولو کې د افغانستان ملي بېرغ جوړوي.

ابراهيمي د دې ټولو سربېره يو داسې نوښت کړی چې د لرګيو جامې يې جوړې کړي او له تېږو يې د ذکر تسبيح جوړې کړي چې په افغان ملي بېرغ يې رنګ کړی.

د منيب ابراهيمي يوه هيله داده چې افغان حکومت دې ورته د موډلينګ په نړيوالو نمايشي پروګرامونو کې د ګډون زمېنه مساعده کړي ترڅو د نړيوالو تلويزيونو پرښيښه تولې نړۍ ته د افغاني کلتور بېلګه وښايي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد شاه
میلمه
احمد شاه

سلام عليكم دا چي ته پر زان قيسم قيسم ريشخند وهي او بيا خلكو ته دا خي چي دا زمونگ كلتور دي خو خير مونگ نه خوابدي كيگو زكه إجرائه رئس د هم د كلتور يوه نمونه ده كله أريش كوي او كله هم لبسيرين وهي خو ايف چي زمونگ د فرهنگ او كلتور وزير توله ورز د خره او د ليو يا د موگك يا د پيشو په باره كي خرافات ليكي او تاسو ته هم دومره هم نشي ويلي چي چا بريت د خره د خكرو په شان پريخوده هغه كلتور شه او يا مو چي زناني كالي… نور لوستل »

احمد شاه
میلمه
احمد شاه

سلام عليكم دا چي ته پر زان قيسم قيسم ريشخند وهي او بيا خلكو ته دا خي چي دا زمونگ كلتور دي خو خير مونگ نه خوابدي كيگو زكه إجرائه رئس د هم د كلتور يوه نمونه ده كله أريش كوي او كله هم لبسيرين وهي خو ايف چي زمونگ د فرهنگ او كلتور وزير توله ورز د خره او د ليو يا د موگك يا د پيشو په باره كي خرافات ليكي او تاسو ته هم دومره هم نشي ويلي چي چا بريت د غويي د خكرو په شان پريخوده هغه كلتور شه او يا مو چي زناني كالي… نور لوستل »