ترکیه کې دوه پولیس وژل سوي او ۳۵ تنه نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې په سویل ختیځ ماردین ولایت کې د چاودنو او بریدونو له امله دوه تنه پولیس وژل سوي او د پولیسو په ګډون ۳۵ تنه نور ټپیان سوي دي.

نن سهار لومړۍ چاودني د ماردین ولایت په نصیبین ښار کې د پولیسو د اوسیدلو ځایونه په نښه کړل، په چاودنه کې ځیني پولیس ټپیان سوي چې د څلورو تنو روغتیایې وضعیت نازک ښودل سوی دی.

نصیبین ښار د سوريې سره پر پوله پروت دی او زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي.

د ترکیې خبري اژانس «اناضول» د ځایې خلکو په حواله ویلي چې د چاودني له امله د پولیسو د اوسیدلو ځایونه تر ډیره حده ویجاړ سوي او برید د کردانو د کارګر ګوند «پی کی کی» له لوري سوی دی.

تر لومړۍ چاودني وروسته په سیمه کې د پولیسو یو بل مرکز په توغندیو ویشتل سوی، د توغندیز برید په پایله کې دوه پولیس افسران وژل سوي او د ولسي وګړو په ګډون ځیني نور پولیس ژوبل سوي دي.

په دې وروستیو کې د ترکیې پوځ د «پی کی کی» ځیني اهداف په هوایې بمباریو کې په نښه کړي او ادعا کوي چې ددوی ډیر مرکزونه یې ویجاړ کړي او خپله ولکه یې پري ټینګه کړي ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د