نړۍ

ښځينه يهودی عسکرې مسجد اقصی ته ننوتلي

نن دوشنبه د يهودي اشغال ښځينه عسکرې په خپل نظامي يونيفورم کې داسرئيلي لښکرو دخاصو ځواکونو تر ځانګړې څارنې او حمايې لاندې د مسجد اقصی په انګړ ورننوتلې

د فلسطين دفاء خبري اژانس په وينا هغه وخت په لمونځ کوونکو دغصې او قهر لهر په څپو راغی چې کله د ښځينه يهودانو يو ټولی د اقصی په انګړ کې چکر لګاو او مخکې يو ښوونکی وو چې ورته يې ددې ځای په اړه تلمودي (ديهودي یو کتاب) روايت تشريح کاو، په ورته وخت کې ډير ملکي یهودان هم په مسجد اقصی تر سختې پيرې لاندې ورننوتل.

بلې خوا ته د ولسي مقاومت غړي (صلاح خواجه) دا يو داسې پلان شوی تيری وباله، چې په وسیله یې د فلسطينيانو کلتور ته زيان رسول دي.

 خواجه زياته کړ: دا رنګه جرائم فلسطينیانو پخوا په ۱۹۹۴ کې هم ليدلي چې په ترڅ کې يې په الخلیل کې حرم ابراهيمي د ورته پرلپسې حملو ښکار شو او پايله يې د ۴۰ لمونځګذارانو په وژنه او دابراهیمی حرم په ويشلو تمامه شوه.

يهودان دا تيري ددې لپاره کوي چې په فلسطينيانو په مسجد اقصی پورې محدوديدل لازم وګرځوي، او ديهودي ګرځولو د پروسې په ضمن کې د اقصی په ټولې سيمه خپله قبضه ټينګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x