شعـــــرونه

غزل: حبيب الله تراب

حبیب الله تراب

زه به نه یم امارت به په دنیا وي
حق به موج وهي حريت به په دنیا وي

زه به نه یم زما نوم به تل یادیږي
د خوږې مینې لذت به په دنیا وي

توره شفه به د صبا ستوری صبا کړي
لمر به خاندي بار زینت به په دنیا وي

فیصلې به تحقق مومي تر حقه
لکه اوښکه عدالت به په دنیا وي

قافلې به تر منزل پورې رسیږي
ورولي او دیانت به په دنیا وي

هسک به ځمکې ته د مینې احساس ورکړي
بارانونه د رحمت به په دنیا وي

بلبلان به په نغمو او په ثنا شي
یو له بله محبت به په دنیا وي

پر افق به د غیرت رپی رپیږي
د خوبانو مرحمت به په دنیا وي

حبیب الله تراب به قبر کې خوشحال شم
پس له مرګ مې دا وصیت به په دنیا وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x