شعـــــرونه

ته راځې کنه جانانه !!!

ډاکټر اخلاصيار

ستا ديدن په تمه ناست يم , ژوبل ژوبل انتظار کې
ته راځې کنه جانانه ! ساه مې وځي دادی لار کې

ستا د مينې ليونی چې څومره تاو شوم او راتاو شوم
ستا انډول مې پيدا نکړ , د دونيا په يو بازار کې

زما سترګې اوښکې اوښکې زما زړه اوبه اوبه کړي
د سکڼي ماښام په غيږ کې ښکليه ستا د راتلو لار کې

ته مې ګل او زه بورا يم , ته معشوق او زه عاشق بيا
ستا د عشق سندرې بولم د نوا په هر چغار کې

اخلاصيار چې ليونی شم , ځنځير وشلومه تښتم
ستا د ياد باران مې لوند کړي د جنون د خال رفتار کې

1394/12/10
ګرديز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x