شعـــــرونه

غزل: هدايت الرحمن غريبيار

هدايت الرحمن غريبيار

لاس کې تسبې، د يوې شپې، غرقه نشه او باران
د درد شدت، خام محبت، ښار، ميکده او باران

دا څو شيان، دي راته ګران، د څو کلو راهسې
غر او چينه، شنه زرغونه، ماښام، هغه، او باران

زړه مورکۍ، وړه لورکۍ، تشه کاسه او باران
څو ماشومان، دي يتيمان، خامه کوټه او باران

ځواني خزان، د چا ارمان، د زړه بړاس او اوښکې
ليکم غزل، ستايم اوربل، تته ډيوه او باران

ويستي جامې، خوړ ته نږدې ، څو ماشومان او لمبا
عجب خلقت، د خداى رحمت، اوړى، غرمه او باران

نن شپه بنډار، زه غريبيار، څومره پُر کيف مجلس دى
څو اديبان، راټول ياران، کلى، حجره او باران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x