اوباما د څلور اړخيزه ناستو ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د افغان سولې اړوند د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د څلور اړخيزو ناستو او هڅو ملاتړ کوي.

تېره شپه ناوخته بارک اوباما د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره د يو ويډيويي کنفرانس له لارې د افغانستان حالاتو او سولې په اړه خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې بارک اوباما وويل، چې دی هيله من دی، د څلور اړخيزو ناستو له لارې به افغانستان او سيمه کې تاوتريخوالی پای ته ورسيږي او طالبانو سره به د سولې بهير ګړندی شي.

سپينه ماڼۍ وايي، چې څلور اړخيزه ناستې به پر دې وتوانيږي، افغانستان کې تاوتريخوالی له منځه يوسي او دغه هېواد کې تلپاتې سولې راشي.

د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايي ولسمشر خپل افغان سيال ته ويلي، که حکومت کې يې اداري فساد له منځه يووړ او د ښې حکومتدارۍ نمونه يې وړاندې کړه، نو د بروکسل او وارسا په راتلونکو غونډو کې به د افغانستان په ملاتړ نړيوال مرستو ته وهڅوي.

اوباما په داسې حال کې افغان ولسمشر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي، چې په تېره څلور اړخيزه ناسته کې پرېکړه شوې، چې راتلونکې غونډه کې به طالبانو سره مخامخ خبرې کيږي.

ولسمشر اشرف غني لا هم هيله من دی، چې پاکستان به د خپل اغېز له لارې طالبان وهڅوي، چې طالبان د اسلام اباد راتلونکې ناسته کې حاضر کړي، مګر د سولې چارو کې د ولسمشر سلاکار قطب الدين هلال ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، د دوی معلومات دا دي، چې طالبان د څلور اړخيزې ناستې راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.

پاکستان وايي، دوی به تر خپل توانه هڅه وکړي، چې طالبان د اسلام اباد راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره وهڅوي لکه څرنګه يې، چې تېر کال د مري مذاکراتو کې ګډون ته هڅولي وو.

د ګډ‌ حکومت چارواکو ګواښ کړی، که طالبان راتلونکې څلور اړخيزې ناسته کې ګډون ونه کړي، نو د څلور اړخيزې ناستې هېوادونه به يې پر ضد پوځي ګامونه پورته کړي، مګر قطب الدين هلال وايي، که طالبان د سولې راتلونکې غونډه کې ګډون ونه کړي، نو هېڅ به هم پېښ نه شي او له خپل حکومته يې هم غوښتنه کړې، چې د سولې اړوند بهير کې مثبت چلند غوره کړي او د طالبانو غوښتنې ومني.

د سياسي چارو شنونکی انجينر نظر محمد مطمين وايي، چې امريکا د افغانستان د جګړې ښکېل لوری دی او دا حق نه لري، چې په دغه جګړه ځان درېيمګړی وبولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د