fbpx
طالبان ورځ تر بلې د خپلو بريدونو او چاودنو له لارې د افغانستان په لروبر کې د خپل ځواک او واک سيمې پراخوي او د خپل پنځلس کلن مقاومت په ترڅ کې يې څو ځل امريکا په خپله پاليسۍ کې بدلون راوستو ته اړ کړې ده.

افغانستان ته د نوي جنرال راتلل او د امريکا نوی جګړه‌ييز فکر- ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان جنرال جان ايف کمبل افغانستان کې له اتلسو مياشتو پوځي ماموريت وروسته د امريکا پوځ کې له ۳۷ کلن خدمت وروسته تقاعد کيږي او تېره چهارشنبه يې افغانستان په داسې حال کې پرېښود، چې د افغانستان امنيتي چارې تر ډېره د افغان ځواکونو په لاسو کې دي.

د جنرال کمبل د قوماندانۍ پر مهال د ۲۰۱۴ په پای کې، چې امريکايي پوځيانو افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورساو، د افغانستان امنيتي چارې افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

سټرېټ فار امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د هېواد امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي، د افغانستان ډېره برخه د طالبانو لاسته پرېوتې ده او افغان پوځيان يوازې د امنيتي پوستو د ساتلو دندې پر مخ بيايي، چې ټول هېواد کې د تالاشۍ پوستې سمبال وساتي.

سټرېټ فار نيوز ليکلي، چې د جنرال کمبل ځای ناستی جنرال جان نيکلس افغانستان ته له نوي سخت دريځي فکر سره تللی او هلته به د جګړې فکر نور هم قوي کړي.

امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې جنرال جان نيکلسن په ډېر سخت وخت کې افغانستان کې د ۹۸۰۰ امريکايي پوځيانو په ګډون د ديارلس زره ناټو پوځيانو مشري په غاړه واخيسته، چې د افغانستان امنیتي حالت مخ پر خرابېدو دی، افغان امنيتي ځواکونه لا هم تر ډېره پوځي روزنې ته اړتيا لري او همدا رنګه د جګړې په ډګر کې هم د بهرنيو ځواکونو له ملاتړ پرته نه شي جنګېدای.

سټرېټ فار ورځپاڼې ليکلي، چې جنرال کمبل په داسې حال کې له افغانستانه ولاړ، چې هېواد کې امنيتي حالات د پخوا په پرتله ډېر خراب دي او په عين حال کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزې ناستې پيل شوي او هڅه کوي، چې د سولې بهير له لارې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

د څلور اړخيزې ناستې څلورمه غونډه د تېرې مياشتې په پای کې پلازمېنه کابل کې وشوه او په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به طالبانو سره د مخامخ ناستې لپاره هر اړخ خپل نفوذ وکاروي، په داسې حال کې چې طالبانو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وايي، چې تر اوسه دوی سره د مذاکراتو په اړه اړيکه نه ده نيول شوې.

سټرېټ فار مخکې ليکلي، چې جنرال نيکلسن په داسې حال کې افغانستان کې خپل ماموريت پيلوي، چې طالبانو په ژمي کې سخت بريدونه او جګړې وکړې، د اوړي په راتلو به دغه جګړې نور هم زور ونيسي، افغان ځواکونه د هېواد امنيتي چارې پر غاړه لري، مګر د افغانستان سياسي او نظامي مشرۍ د کمزورې قوماندې، د امنيتي ځواکونو له ليکو د پوځيانو تېښته، په جګړه کې کمزوري او اداري فساد له امله افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو او چاودنو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

يوازې تېر کال له ۳۶زرو زيات سرتيري د پوځ له ليکو تښتېدلي، استخباراتي اداره ډېره کمزورې او له اداري فساده ډکه ده، د دفاع وزارت جنرالان په خپلو دندو کې تخصص او ژمنتيا نه لري، په داسې حال کې، چې د طالبانو د واک او ځواک ساحې ورځ تر بلې قوي کيږي او جګړې مخ پر وړاندې  روانې دي.

افغان حکومت هيله من دی، چې طالبان به کمزوري کړي او له دې لارې به يې له منځه يوسي، په عين وخت کې امريکا او ناټو پرېکړه کړې، چې افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته تهاجمي بريدونه پيل کړي او  د امنيتي پوستو د ساتلو په ځای دې د طالبانو پر مرکزونو او ټوليو بريدونه وکړي.

د سټرېټ فار په وينا راتلونکې ورځې ډېرې ترينګلې برېښي، د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان په مشرۍ څلور اړخيزې جهت د سولې هڅه کوي، مګر د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ طالبان خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکوي او د سولې بهير په روانو هڅو هېڅ غوږ نه ګروي.

د امريکايي ورځپاڼې په وينا داسې نه برېښي، چې د امريکايي پوځ نوی قوماندان به له خپل نوي جګړه ‌ييز فکر سره افغانستان کې لاسته راوړنې ولري؛ ځکه چې په تېرو څو کالو کې طالبان ورځ تر بلې د خپلو بريدونو او چاودنو له لارې د افغانستان په لروبر کې د خپل ځواک او واک سيمې پراخوي او د خپل پنځلس کلن مقاومت په ترڅ کې يې څو ځل امريکا په خپله پاليسۍ کې بدلون راوستو ته اړ کړې ده.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د