ادبي لیکني

د لويديزې، مرکزي او سويلي اروپا تاريخي برخليک

    د لويديزې_ مرکزي او سويلي اروپا تاريخي سرنوشت په ١٧ پېړۍ کې په مختلفو ډولونو سره دوام درلوده. دلويو تجارتي لارو بدلون د ايټاليا پر اقتصاد منفي اغېزه وکړه. ايټاليا په ١٤_١٥ او شپاړسمه پېړيو کې د يو پانګوال هېواد او د ټولنيز فرهنګ مرکز شمېرل کېده، په دې دوره کې مترقي افکار مخ په سقوط او مدنيت کمزورى شو، د دې ځاى جهالت، خرابۍ او موقف غوښتونکو ونيوه. بورژوازي خپل ځاى او موقف سابقه لرونکو اشرافو ته پرېښود، چې عمده عامل يېي دلويو تجارتي لارو بدلون او په نړۍ کې د نويو اقتصادي يا پانګوالو اړيکو پيدايښت وه.

١_ المان: دغه وضعه په المان کې هم په نظر راتله، د دغه هېواد د اقتصاد او مدنيت د بحران اصلي عامل هغه اوږده او نه خلاصېدونکي جنګونه وو، چې د ډېر وخت لپاره روان وو.

٢_ هسپانيه: په ١٧ ميلادي پېړۍ کې کشف کړه او مستعمريې يا ځمکې يې لاسته راوړې، د لويديزې اروپا په نسبت هسپانيه غني او غښتلې وه، خو دغې وضعې ډېر دوام ونه کړ، د امريکا څخه د طلا استخراج او وارېدېدل قطع شول، د دې په خوا کې لوى داخلي مالکيت مخ په سقوط شو. د نيوزلينډ د انقلاب په نتېجه کې د شمالي نيوزلينډ خاوره له هسپانيې څخه بېله شوه او دغه هېواد سقوط ته نږدې شو.

٣_ فرانسه: په ١٧ ميلادي پېړۍ کې د ادبياتو او هنر له نقطې نظره په لويديزه اروپا کې خاص ځاى درلود. دغه هېواد د ١٦مې پېړۍ په دويمه نيمايي کې سخت مذهبي جنګونه تېر کړل او په ١٧ميلادي پېړۍ کې يې پرمختګ وکړ، شاهي نظام منځته راغى، ملي اتحادي ښې او لمر لرونکې نتيجې منځته راوړي. چې په نتېجه کې د فرانسې فرهنګ په ټولو اړخونو کې پرمختګ وکړ.
    کورنيل او راسين د تراژيدي ډوله ډرام ښکلى او دمنلو وړ نمونې يې  منځ ته راوړې دي، که د شکسپير او لوپي د يويګا اثار په نظر کې ونه نيسو، نو په دغه برخه کې د لويديزې اروپا په ادبياتو کې فرانسوي ادبيات سارى نه لري. لافنتون د رومان او منظوم داستان ښې نمونې وليکلې. د فرانسې نثر هم برياليتوب ترلاسه کړ.

٤_ انګلستان: په ١٧ ميلادي پېړۍ کې د انګلستان په ټولنيز ژوند کې مهمې پېښې رامنځته شوي او د بشريت په تاريخ کې يې نوې پاڼه واړوله، د انګلستان بورژوازي انقلاب فيوډالي واک او نظام ته د پاى ټکى کېښود او نوى حاکميت يا واک يانې سرمايه داري نظام يې منځته راوړ.

    د دغه انقلاب د بيان ارزښت مشکل دى، انګلستان په دغه دوره کې دوه لوى ليکوال فيلسوفان، فرانس بيکن او کاپيس درلودل. کاپيس هغه سترليکوال، مشهور شاعر د انقلابي شعرونو ويونکى او د منظومو داستانونو ليکونکى دى.

٥_ مرکزي او جنوبي اروپا: د مرکزي او جنوبي اروپا خلکو سترې ملي فجايع او نادودې تېرې کړې. چکيانو او سلواکيانو خپله ازادي له لاسه ورکړه، د چکيانو لوى او ستر شاعر ( هموس کومينسکي) په خپل کتاب (د نړۍ قصر يا د نړۍ ماڼۍ) کې د خپل وطن او خلکو چيغې او فرياد، دا ستريا د اسارت له لاسه بيان کړې دي.

٦_ بلغاريا او يوګوسلاويا: د بلغاريا او يو ګو سلاويا خلکو د ترکانو تر حاکميت لاندې شپې تېرولې.

_ د اروپا د ١٧مې پېړۍ په ادبياتو کې درې لوى او عمده جريانونه، د رنساس رياليزم، کلاسيزم، باروک اسلوب يانې د رنسانس د وروستۍ دورې هنر ليدل کېږي.

    کلاسيزم د لويديزې اروپا او روسيې په ادبياتو او هنر کې يو ادبي جريان دى، چې په ١٧_١٨مه ميلادي پېړيو کې د دغه نوم منځته راتګ داسې بيان شوى دى، چې د دغه جريان استازو په ظاهري ډول سره د پخواني کلاسيک هنر څخه پيروي کوله. د دغه جريان اصلي موخه په اثارو کې د رښتيني ژوند بيان د نوموړي جريان مهمه لاسته راوړنه وه. چې په دې سره د رياليزم د پرمختګ لپاره لاره هواره شوه، خو د کلاسيزم  نماينده ګانو د خلکو له ژوند او د هغوى د ژوند له حقيقي انځورولو څخه سترګې پټولې او ځانونه يې د اشرافي او درباري فرهنګ پورې تړلي ګڼل. د دغه جريان مهم نمايند ګان راسين، کورنيل، بوالا  او مولير په فرانسه کې وو.

    کلاسيزم د مطلقې حکمروايۍ او نظام د تزلزل په دوره کې تر استفادې لاندې نيول شوى دى. د کورنيل اتلانو د شاه او دولت په خاطر هلې ځلې کولې، د ولټر اتلانو د خلکو د ازادۍ لپاره ځانونه قربانول، خو دغو دواړو اتلانو خپل ځان نه ليده. انقلاب زړورتوب او مېړانې ته اړتا درلوده. کلاسيزم د اتل جوړولو او اتلانو داعمالو په وسيله د انقلاب ستاينه کوله. د رنسانس دورې رياليزم، د هومانيستانو دموکراسۍ ته دوام ورکاوه، لويې ديويګا د هسپانيې د اوولسمې پېړۍ د دغه جريان يو غښتلى استازى دى.

    لوپي ديويګا(١٥٦٢_١٦٣٥)د رنسانسي روښانه دورې خپله وروستني قدمونه په ١٧ ميلادي پېړۍ کې کېښودل. شکسپير او سروانتس خپله وروستى شپاړس کاله عمر په همدې وخت کې تېر کړل، ستر ډرامه ليکونکى لويې ديويګا د خپل ژوند ډېره برخه په همدې دوره کې تېره کړې ده.

    لوپي ديويګا د رونسانس د زوى په نامه يادېږي. لوپي ديويګا د رنسانس زېږنده ده. سروانتس تر خپل مرک يو کال وړاندې د لوپي ديويګالومړنى اثر ولوست او هغه يې په هيجان راوست. د (١٥٦٤) ميلادي کال د نوامبر په (٢٥) نېټه لوپي ديويګا د مادريد په ښار کې زېږېدلى دى. پلار يې يو ځمکوال او شتمن سړى و. د لوپي ديويګا لپاره د لوړو زده کړو شرايط برابر وو. لوپي ديويګا په پوهنتون کې په زده کړه بوخت و، خو کله کله به يې د شاهي اکاډيمۍ په لکچرونو کې هم ګډون کاوه، د لوپي ديويګا په نظر هغه له يوولس کلنۍ څخه په ليکوالۍ پيل کړى دى. ډېر بهرنۍ ژبې يې زده وي، لوپي ديويګا يو منظوم داستان د (Angelika)په نامه باندې هم تاليف کړى دى.

    لوپي ديويګا دغه داستان د خپلې معشوقې الکتريسه (Alictrisa) په هکله ليکلى دى، د اتو کلونو لپاره مادريد ته تبعيد شو. الکتريسه د يو ثروتمند يا شتمن سړي سر مينه درلوده، د لوپي ديويګا څخه يې لاس اخېستى و، لوپي ديويګا د مذهب پېروي کوله او کليسا هغه ته د يو روحاني لقب ورکړى و، لوپي ديويګا د (١٦٣٥)ميلادي کال د اګست په (٢٧) مه نېټه له دې فاني نړۍ څخه د ابد لپاره سترګې پټې کړې.

    د ده دمرک په مراسمو کې (١٥٠) تنه هسپانوي ليکوالو ا وڅلورو ايټالوي شاعرانو ګډون کړى و، شاعرانو او ليکوالو د ده د مرګ په مراسمو ک ېد ده ډېره ستاينه وکړه، لوپي ديويګا مختلف ادبي اثار لکه: شعر، داستان او داسې نور ليکلي دي، خو د هغه د ليکوالۍ استعداد ډېر په ډرامو کې ښکاره شوى دى. د لوپي ديويګا ډرامو دهغه په ژوند کې لا ډېر شهرت پيداکړى و. نن ورځ د نړۍ په ډېرو معتبرو تياترونو کې د لوپي ديويګا ډارمۍ نندارې ته وړاندې کېږي.  لوپي ديويګا ډېر اثار ليکلي دي، مهم يې داديږ د (سويل ستورى) ١٩٢٣چاپ. لوپي ديويګا د ژوند تر وروستيو پورې ليکنې وکړې. له مرګ څخه لږ وړاندې يې د (طلايي پېړۍ) په نوم يو داستان وليکه، چې په دې داستان کې يې خپل وطن او خلک ستايلي دي، د لوپي ديويګا د ژوند وروستي کلونه غمجن وو. د ژوند په وروستيو کې ړوند او لېونى شو. لور يې کليساته تلله او زوى يې په فاجعه امېز ډول مړشو اثار يې نن هم ژوندي دي.
    پيرکورنيل  په فرانسه کې پر ١٦٠٢ ميلادي کال زوکړى دى، پلار يې د محکمې مامور و او غوښتل يې چې زوى يې هم قضايي ښوونځى ولولي او د حقوقو په برخه کې خپلې زده کړې پاى ته وروسوي، کورنيل  زده کړې سرته ورسولې، خو د حقوقو له برخې سره يې علاقه نه درلوده.

    کورنيل د ١٦٣٩_١٦٤٣ ميلادي کلونو په موده ک د (ګورتس) تراژي وليکله، پر ١٩٦٥ ميلادي کال يې د (اوديپ تراژيدي) او پر (١٦٦٢) ميلادي کال يې پاريس ته سفر وکړ، پر ١٦٤٨ ميلادي کال د ٧٨کالو په عمر مړشو. د کورنيل په هکله ستر فرانسوي ليکوال داسې ليکلې دي، چې هغه د روح لوى مکتب منځته راوړى دى.

    ژان راسين ١٦٣٩_١٦٩٩: د فرانسې په ادبياتو کې يو روښانه ستورى وروسته له کورنيل څخه پيدا شو، چې د پير کورنيل لوى استعداد يې تت کړ، دغه ډرامه ليکونکى ژان راسين و، کورنيل ٦١کلن او راسين ٣٠ کلن و، چې په نوې نړۍ کې يې قدم کېښود.

    راسين په نندارچيانو کې ډېر محبوبيت درلود. راسين د فرانسې د (فروت ميلن) په ښار کې د يو قاضي په کور کې زېږېدلى و. په کوچينوالي کې يتيم شو او د خپلې نيا له خوا يې پالنه کېدله. لومړنۍ زده کړې يې د (ګزنژ) په ښوونځي کې ترسره کړې. په هغه ځاى کې چې د دينې سازمان غړو په راسين باندې ژوره اغېزه وکړه، راسين د ځوانۍ له وختونو له سفر سره مينه درلوده. د يوروپيد او سوفوکليس يوناني ډرامه ليکونکواثار يې تل له ځان سره ساتل او هغه به يې لوستل.

    د ١٦٨٥ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې پاريس ته راوړ او خپلو زده کړو ته يې د (ګرګور) په مسلکي ښوونځي کې دوام ورکړ. په ١٦٩١ميلادي کال د اپرېل په ٢١له دې نړۍ څخه د ابد لپاره لاړ.

    د ژان راسين اثا د فرانسې د ١٧مې پېړۍ په ادبياتو کې عالي تاليفات دي. کلاسيکو ليکوالو د اسې نظر درلوده، چې تراژيدۍ معاصر ژوند بيان کړى. د غه غوښتنه په هغه ځاى زمانه کې حاکمه وه. د ژان راسين مهم اثار دادي اندرماخه، فيدره او باييد، په دغو اثارو کې يې درباري ژوند، تضادونه، خود پرستي او بداخلاقي ښکاره کړې او پر ده يې ترې پورته کړې ده، پيرکورنيل او ژان راسين دواړه د کلاسيسزم د سبک پيرو ليکوال وو.

    مولير: دفرانسې د ملي کمېډۍ بنسټ اېښوودونکى او دنړۍ د ادبياتو د لويانو له جملې څخه دى، مولير په پاريس کې زېږېدلى دى، پلار يې د بورژوازي طبقې څخه و. په څوارلس کلنۍ کې يې په ډېر ستونزمن ډول سره ليک او لوست زده کړل، په ښوونځي کې يې پنځه کله زده کړه وکړه. د (هسيندي) فيلسوف له خوا د اپيکور له اثارو سره اشناشو، مولير له ځوانۍ څخه د تياتر سره خاصه مينه درلوده، د ښوونځي او عالي زدکړو په نتېجه کې يې د حقوقو پوهنځى ولوست. له خپلو دوستانو سره يو ځاى يې تياتر جوړ کړ او دځان لپاره يې د مولير تخلص غوره کړ. ړاند له ده څخه په همدې نوم يو اکتور په نوموړي تياتر کې کار کاوه او دغه تياتر تازه په پاريس کې تاسيس شوى و. خو د مولير په ورتګ سره بياهم نوموړي تياتر برياليتوب ترلاسه نه کړ. په لږه موده کې دغه تياتر وتړل شو، مولير د اکټورانو سره يوځاى د فرانسې په کليو او ښارونو کې سفرونه پيل کړل، دغو سفرونو د مولير لپاره داسې شرايط جوړ کړل چې د خلکو سره يې له نږدې اشنايي پيدا کړه.

    پر ١٦٥٣ميلادي کال دلېون په ښار کې يې خپله لومړنۍ ډرامه نندارې ته وړاندې کړه دغې ډرامې د (لېونتوب په حال کې) نوم درلوده.دا ډول اثار يې په هغه وخت کې ليکلي وو، چې په کوم وخت کې دمولير تياتر وتړل شو. د مولير ډرامې اکثره د ايټالوي ليکوالو څخه پيروي کوي. خو د وخت په تېرېدو سره يې د فرانسې ملي کميډې منځته راوړه.

    پر ١٦٥٨ ميلادي کال مولير بېرته پاريس ته راوګرځېد. له ډېرو سفرونو څخه وروسته د مولير څخه يو تجربه لرونکى هنرمند او ښه ډرامه ليکونکى جوړ شو. د نړۍ ډېر ملکونه يې وليدل. د مولير هنرمندانو د شاهي قصر لپاره نمايش وړاندې کړ او په خپلو نندارو کې يې اکثره کميډې اثار نندارې ته وړاندې کړل، چې په نتېجه کې يې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړل، مولېر د تل لپاره په پاريس کې پاتې شو مولير د څلورو کلونو په دوران کې ټولې ٣٠ډرامې نندارې ته وړاندې کړې. مولېر د خپلو کميډي اثارو پر وړاندې کولو سره ډېر شمېر دښمنان پيداکړل. د ده د دښمنانو په منځ کې پانفوذه اشخاص هم موجود وو. د دغو دېرشو ډرامو څخه هره يوه دنړۍ د ادبياتو ادبي ميراث شمېرل کېږي.
    مولېر په ٥٢کلنۍ کې په ناڅاپي ډول مړشو، د فرانسې لوى روحاني مشر د ده د جسد ښخول د مسيحي مذهب د مراسيمو سره يوځاى منع کړل او د شپې په توره تياره کې د (سن ژوزفر) په هدېره کې خاورو ته وسپارل شو، مولېر ډېر شمېر اثار ليکلي دي، چې مشهور يې دادي: (د بې کاره ښځو کمېډي) (د مېړو ښوونځى) (د ښځو ښوونځى) (د ښځو ښوونه) ترتوف، دون ژران.

    درې پېړۍ کېږي، چې د مولېر اثار دنړۍ په تياترونو کې نندارې ته وړاندې کېږي، ډېرو شاعرانو او ډرامه ليکونکو د مولېر او د ده له اثارو څخه الهام او سرچينه اخېستې ده.

    مولېر داسې نظر درلوده، چې تياتر د يوه اصلاح کوونکي ښوونکي په حيث خلک اصلاح کوي او له تياتر څخه خلک زده کړه کوي او په ټولنه کې اصلاحات راوړي.

    د ټولنې ټولنيزې نيمګړتياوې او د عدالت دښمنان بايد افشا کړل شي، مولېر د خپلو اثارو په ټولنيز رول باندې ښه پوهېده. مولېر په ١٦٥٩ميلادي کال د (بې کارو ښځو) په نوم کميډي وليکله او نندارې ته يې وړاندې کړه. د ننداره چيانو له خواښه استقبال شوه، د مولېر برياليتوب په دې کې و، چې په هغه وخت کې د (مارکيزرمبوى) تالار چې د غه رشخند او مسخرې د اشرافو د ملاقات ځاى و او هغه غوسه راوپاروله او د دوو اوونيو لپاره تياتر وتړل شو، خو د نندارچيانو له خوا يې ملاتړ کېده او مولېر يې د دې لپاره تشويقاوه چې نور هم کمېډي اثار هغه اثارچې هلته حاکمه طبقه او دهغوى اعمال ښکاره ا و افشا شوي دي، وليکي.

    ژان دوله فنتون (١٦٢١_١٦٩٥): په فرانسه کې د فيبل ډوله برجسته اثارو ليکونکى لافنتون د فيبل ډوله اثارو څخه پرته د ادبي اثارو ډولونه لکه: تراژيدي، کمېډي، قصيدې، رومان او داسې نور ليکلي دي. خو د لافنتون استعداد په فيبل ډوله کيسو کې او لنډو ناولونو کې ډېر ښکاره شوى دى.

    ژان دوله لافنتون د ١٦٢١ميلادي کال د جون په ٨مه د يو دولتي مامور په کور کې زېږېدلى دى. پر ١٦٤٨ميلادي کال د فرانسې د اکاډيمۍ غړى شو، په لومړيو کې په يو اطرافي ښوونځي کې او وروسته بيا د (ريمس) په کالج کې يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. وروسته يې د حقوقو په زده کړه پيل وکړ.

    لافنتون په ٣٣کلنۍ کې پهادبي فعاليت پيل وکړ، وروسته له هغه چې د شاعر په حيث يې شهرت پيداکړ، پاريس ته يې سفر وکړ او دلته د بوالا، مولېر او راسين سره اشنا شو. لافنتون دغه درې ستر ليکوالان د ملګرو په حيث پېژندل . چې په خپل رومان ( د اسخېل تېره مينه) کې يې د خپلو قهرمانانو (ارست، بوالا) (ژيلست مولېر)، (اکنست، راسين) ته ځاى ورکړى دى او له دوى څخه يې ياداوري کړې ده، په پاريس کې د (Adans) په نوم باندې منظوم داستان وليکه. پر ١٦٥٨کال يې کليمنه(Klimina)ډرامه پر ١٦٦٥کال يې د فيبل مجموعه، پر ١٦٦٨ميلادي کال يې (فليمان) تاليف کړل.

    د ١٧مې پېړۍ په دويمه نيمايۍ کې هغه ديو عادي دهقان څخه نېولى بيا ترشاه پورې ټول په خپلو شعرونو کې انځور کړي دي. ستر روسي ليکوال الکساندر پوشکين په دې هلکله داسې ويلي دي: (( هيڅ فرانسوى جرئت نه شي کولاى، چې بل څوک د فيبل په رشته کې د لافنتون څخه لوى وښيي.))

هيله، دوه مياشتنۍ خپرونه،١٣٨١، شپږمه ګڼه

(١٤٨_١٥٥مخونه)

لیکوال: پوهنمل جانس زړن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x