افغانستان

نورستان چارواکي: وانټ وایګل ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو پر وانټ وایګل د محاصرې کړۍ تنګه کړې او ژر ده چې ولسوالۍ يې له واکه ووځي.

د وانټ وایګل ولسوال یارګل رسنیو ته ويلي چې طالبان د ولسوالۍ د ودانۍ په دوه سوه مترۍ کې دي او دوی يې پر وړاندې بې وسه دي.

د هغه په خبره دوی د ځواکونو له کمښت سره مخ دي، که نور ځواکونه ور ونه رسېږي ښايي ولسوالي سقوط شي.

د نورستان ځايي چارواکي په داسې حال کې د وانټ وایګل د له لاسه وتلو اندېښنه ښيي چې طالبانو د روان کال د چنګاښ په پنځمه د دې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، امنیتي ځواکونو یوه ورځ وروسته د چنګاښ پر شپږمه د وانټ وایګل د بیا نیولو خبر ورکړ، خو طالبانو يې خبر بې بنسټه وباله.

ياده دې وي د روان کال د سلواغې پر څلورمه طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلومتره سړک د جوړولو خبر ورکړ، چې ولسوالۍ يې له دیبلي او ارنس کليو سره نښلوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x