
هلمند: مرکز لشکرګاه کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه د طالبانو لاس ته ولوېده
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې له خونړۍ جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو لویه قرارګاه د طالبانو لاس ته ولوېده.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دوی ملګرو تېره شپه له څلورو ساعتونو وروسته د لشکرګاه په بلوچانو کلي کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه بشپړه ونیوله.
د دوی په خبره جګړه د شپې پر یوولس بجې پیل او تر نږدې دریو بجو يې دوام وکړ، چې په پایله کې يې امنیتي ځواکونه له قرارګاه نه په تېښته بريالي شول.
د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو په دې جګړه کې د ۲۷ عسکرو د وژل کېدو دعوه هم کړې ده، چې د دوی په خبره جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پراته دي.
ياده دې وي تردې وړاندې اجراييه رییس ویلي و، چې له اطرافو نه ځکه امنیتي ځواکونه د مرکزونو لوري ته روان دي، چې په خبره يې ځان غښتلی او بېرته تعرضي بريدونه وکړي، خو د امنیتي ځواکونو دغه قرارګاه د هلمند په زړه کې د طالبانو لاس ته ورځي.