افغانستان

حکومت ډنډ غوري کې پر خلکو اوبه بندې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): له تېرې يوې مياشتې زياتې مودې راهيسې امنيتي ځواکونو د بغلان ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدين او شاوخوا سيمو کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي، مګر د سيمې خلک وايي، چې امنيتي ځواکونه په لوی لاس د ولسي خلکو کورونه په نښه کوي، لسګونو زره کورنۍ يې بې کوره کړي، تر دوو سوو پورې ولسي وګړي يې وژلي او له شپږ سوو زيات کسان يې ټپيان کړي دي.

د دغو عملياتو قربانيان ولسي خلک وايي، چې وايي، امنيتي ځواکونو د ډنډ غوري په خلکو اوبه هم بندې کړي دي.

د ډنډ غوري لسګونه قومي مخور تېره ورځ د بغلان ولايت مقام مخته له ولايتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې اوبه د خلکو اساسي اړتيا ده او د جګړې په نوم بايد په ولسي خلکو اوبه بندې نه شي.

په ملي او ولايتي شورا کې د بغلان د خلکو استازو هم د امنيتي ځواکونو له لوري پر خلکو د اوبو بندولو په اړه خپل غبرګونونه ښوولي او دا کار يې له خلکو سره دښمني او ستر خيانت بللی دی.

د بغلان ولايت چارواکي د اوبو بندولو له پېښې نا خبري ښيي، مګر د دغه ولايت د اوبو رسولو اداره وايي، چې ډنډ غوري ته غځېدلی د ګوهر ګن نهر يې د امنيتي ځواکونو په خوله تړلی؛ ځکه امنيتي ځواکونو دوی ته ويلي، چې دغه اوبه د دوی د عملياتو پر وړانډې خنډ دي.

وړمه ورځ امنيتي ځواکونو ادعا کړې وه، چې ډنډ غوري او شاوخوا سيمې يې د طالبانو له وجوده پاکې کړي، مګر ځايي خلک وايي، چې د چارواکو دغه ادعا بې ځايه ده او تر اوسه يې کوم پرمختګ نه دی کړی، بلکې ډېرې سيمې يې طالبانو ته پرېښي دي.

د بغلان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه په لوی لاس د سيمې پښتانه د طالب په نوم وژني.

څه موده وړاندې د ډنډ غوري جګړې په اړه يوې رسنيزې غونډې ته د بغلان اوسيدونکي او مدني فعال خيرالله شينواري وويل، چې امنيتي ځواکونه له درې خواوو نياز الله، قرغان تپې او سمنټ خانې څخه پر ولسي خلکو د سپکو او درنو وسلو او ديسي توپونو بريدونه کوي او ترڅنګ يې هوايي بريدونه هم روان وي.

د خيرالله شنيواري په وينا د دغې جګړې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي، امنيتي ځواکونه په لوی لاس دغسې کارونه کوي او يوازېنۍ بهانه يې دا ده، چې دلته مخالفين پټ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x