خبرونه

چارواکي: راتلونکې پنجشنبه به له «طالبانو» سره مخامخ وغږېږو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): افغان چارواکي وايي چې راتلونکې پنجشنبه به له «طالبانو» سره مخامخ د اسلام اباد په کوربه توب خبرې پیل شي .

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې دوی هیله لري چې د مارچ پر لسمه راتلونکې پنجشنبه به په اسلام اباد کې له «طالبانو» سره مخامخ خبرې وکړي.

خیرالله ازاد وايي چې دوی د دې خبرو پر چمتو کولو بوخت دي او په وینا يې د «طالبانو» له یو با صلاحيته پلاوي سره به مخامخ خبرې وکړي.

افغان چارواکي په داسې حال کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو دقیقه نیټه په ګوته کوي، چې طالبانو له دې ناستې او د دې ناستې په ارتباط له څلور اړخیزو غونډو نا خبري ښوودلې ده.

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې ښايي پاکستان د افغان حکومت د استازيو لپاره ځينې کسان د طالبانو په نوم کښېنوي، خو په وینا يې دا به یو محکوم حالت وي چې مثبتې پایلې به نه لري.

د هغه په خبره که دولت له طالبانو سره د خبرو لېوالتیا لري، هغوی څو ځلې ويلي چې د دوی د سیاسي پرېکړو صلاحیت د دوی د قطر له دفتر سره دی، دولت باید له هغوی سره اړیکه ونیسي.

ياده دې وي د تېر کال همدا میاشت ـ مارچ ـ هم د داسې اوازو شاهده وه، چې ۲۳مه ورځ يې د مخامخ خبرو وروستی اعلان وګڼل شو، خو عملي ونه لیدل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x